افغانستان

ننګرهار کې د ګازو ډبې چاودنې له کبله ۵ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې د ګازو ډبې د چاودنې له کبله د دوو ماشومانو په ګډون ۵ تنه مړه شوي دي.

دا پېښه تیرماښام د غني خیلو ولسوالۍ پنځه ویشتمې ویالې اړوند په یو کور کې د ګازو ډبې چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وايي، په دې پېښه کې د یادې کورنۍ د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د غیر معیاري ګاز ډبو استعمال او نه پاملرنه هغه عوامل دي چې د ژمي په ساړه موسم کې د ګڼو هېوادوالو ژوند ته خطر پېښوي.

څلور ورځې وړاندې د هرات ولایت مرکز کې هم د ګازو ډبې چاودنې له کبله ۲ ماشومان وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx