لیکنېنظــر

د تېر میلادي کال دوې مهمې پیښې!

عبدالرحیم ( ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

مونږ اوس د ۲۰۲۰ میلادي کال په نهايي شیبو کې قرار لرو.

که څه هم چې د تیر میلادي کال په جریان کې د افغانستان په سطحه ډیر مهم احداث رامنځته شوي، خو هغه څه چې په نړیوال سیاست یې مستقیم اغیز لرلی او په نړیوالو رسنیو کې د ورځې د مهم خبر په حیث درج شوي هغه دوې مهمې تاریځي پیښې دي:

لومړۍ هغه د ۲۰۲۰ کال د فبروري د میاشتې په ۲۸ نیټه د قطر په پلازمینې دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون. او دوهمه د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۵ د بین الافغاني مذاکراتو د افتتاحي غونډې ترسره کیدل.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون ځکه د افغانستان په اړه د کال تر ټولو مهم او خبرساز حیثیت لري چې په هغه سره په افغانستان کې د امریکا ترټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکي ښودل کیږي.

د امریکایانو لخوا د افغانستان د اشغال پایته رسیږي او د افغانستان او په هغه کې د نظام جوړولو واک خپله افغانانو ته سپارل کیږي.

یاد تړون د طالب مذاکراتي ټیم او امریکايي مرکچې زلمي خلیلزاد د اتلس میاشتنویو هلوځلو او ستړیو په نتیجه کې رامنځته او د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو او خواوشا پنځوسو هیوادونو دیپلو ماتیکو استازیو په محضر کې ورباندې د طلبانو د سیاسي د فتر مشر ملا عبدالغني (برادر) او زلمي خلیلزاد له لوري لاسلیک وشو کړل شو.

یاد تړون که د هغه له ټولو مندرجاتو او ضمائمو سره د جانبینو له لوري عملي شي له شکه پرته ټوله هغه بي ثباتي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون له وجې رامنځته شوې له منځه وړلای شي.

د دوحې تړون په پوځې او امنیتي لحاظ هم د امریکایانو او هم د افغانانو لپاره خپل ځانګړی اهمیت لري.

امریکایانو ته د همدي تړون په وسیله له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د پرشاتګ پلمه ورجوړه شوه او افغانانو ته د هغه په وسیله د خپل هیواد استقلال او خپلواکي حق ورکړل شو.

بین الافغاني مذاکرات!

بین الافغاني مذاکرات دوهم هغه پرمختګ دی چې د تیرمیلادي کال په مهمو خبر جوړوونکو پیښو کې یې ځای نیولی.

بین الافغاني مذاکرات که څه هم چې تر اوسه یې لا وروستۍ پایله نه ده تر لاسه شوې خو کولای شو هغه د افغاني قضیې د ښکیلو لورو ترمنځ د ناستې او تفاهم یو تر ټولو غوره فرصت وګڼو.

بین الافغاني مذاکرات د دوحې تړون له مندرجاتو څځه هغه اساسي برخه ده چې تر پیلیدو وړاندې یې (۶۰۰۰) اسیران له بنده خلاص او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

د دومره لوي شمیر بندیانو خلاصون که څه هم چې د کابل ادارې له ډیر ځڼډ وروسته تر سره شو بیاهم د جګړې د خاتمې او یوې سرتاسرې سولې ته د رسیدو لپاره ښه پرمختګ دی.

بین الافغاني مذاکرات چې تر اوسه یې یواځې یو پړاو تر سره شوی د تیر او راتلونکي کال ترمنځ د وصل او عطف نقطه هم جوړوي.

که د دوحې تړون د مقرراتو مطابق بین الافغاني مذاکرات تر سره شي هیله شته چې هیواد مو به مو د نا امنۍ او بي ثباتي له شره خلاص او افغانانو ته به د یوه خپلواک اسلامي نظام ترسیوري لاندې د راټولیدو زمینه برابره شي.

د هماغې ورځې د ژر رارسیدو په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx