ورزش

د آی سي سي پر اعلان شوو جایزو د پاکستان پخواني لوبغاړو غبرګونونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې په ورځ د تیرې یوې لسیزې د ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو غوره لوبډلې او غوره لوبغاړو جایزې اعلان کړې چې هیڅ پاکستانی لوبغاړی په کې نه دی شامل شوی.

د آی سي سي پر یاده پریکړه د پاکستان کرکټ پخواني لوبغاړو او ځینو مبصرینو غبرګون ښودلی او دا یې د یو شمېر پاکستاني لوبغاړو په حق کې زیاتی بللی دی.

د نړۍ تر ټولو چټک توپ اچونکي شعیب اختر د یوې ویدیو په خپرولو پر کرکټ نړیوالې شورا خپله غوصه سړه کړې او ددوی له لوري یې د تیرې لسیزې د شل اوریزو غوره لوبډله د آی پي ایل لوبډله یاده کړې ده.

نوموړی پر خپلو خبرو کې وایي، د پاکستان بابر اعظم چې د شل اوریزو په جدول کې لومړی مقام لري تیره لسیزه کې آن پر ویرات کوهلي هم برلاسی دی او باید پر یاده لوبډله کې یې ځای درلودلای.

د پاکستان لوبډلې پخوانی توپ وهونکی او د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انضمام الحق هم پر یادو پریکړه غبرګون ښودلی او د یو شمېر لوبغاړو کارکردګۍ په پرتلې سره یې د پاکستان شاهد افریدي، بابر اعظم او یاسر شاه غوره وبلل.

همدغه راز د افغانستان ملي لوبډلې پخواني پاکستاني روزونکي راشد لطیف هم پر یاده پریکړه په غبرګون کې ویلي چې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو نه بلکې د هند غوره لیګ (IPL) لوبډله اعلان کړې ده.

بل لوري ته یو شمېر پاکستاني رسینو د راشد خان د تیرې یوې لسیزې د شل اوریزو غوره لوبغاړي په حیث پر ټاکل کېدو هم خپله غوصه څرګنده کړې او دا یې د خندا وړ پریکړه بللې ده.

باید وویل شي چې هیڅ پاکستانی لوبغاړی د کرکټ نړیوالې شورا په لس انفرادي جایزو کې نه دی شامل شوی. دا یوازینۍ د ټیسټ غړیتوب لوبډله ده چې هیڅ لوبغاړی یې په جایزو کې نه موندل کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا په وینا، د خبریالانو اکادیمۍ، خپرونکې برخې، کرکټ مبصرینو او پخواني لوبغاړو ۹۰ سلنه رایې ورکړي په داسې حال کې چې د کرکټ مینوالو ۱۰ سلنه رایو له مخې دغه پریکړه شوې ده.

د پاکستان لوبډلې د شل اوریزو غوره متخصص توپ اچونکي عمر ګل الجزیرې ته د آی سي سي پر پریکړې غبرګون ښودلی او زیاته کړې ده چې د کرکټ نړیواله شورا که غواړي په راتلونکې کې شفافې جایزې ورکړي باید د رایو فیصدي خلکو ته څرګنده کړي چې د کوم هېواد مینوالو څومره رایې ورکړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

انشاءالله چی پاکستان به ورځ تر بلی د نړی په سطح تجرید کیږی هم په اقتصادی لحظ او هم په سیاسی لحاظ سره. اوس خو په دنیا شهرت پدی لری چی د ټولو ترهګرو ځآلی په پاکستان کی دی. پاکستان دا هم نه منله چی د طالبان مشران و ترننګ سنترونه هلته دی خو د ملا برادر ویډیو هر څه ### کړل.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x