افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو: په افغانستان کې پاتې کېدل خطرناک دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ناټو سازمان عمومي منشي «ینس سټولټنبرګ» وایي، په افغانستان کې پاتې کېدل او له دې هیواده وتل دواړه له خطره ډک کارونه دي.

ینس سټولټنبرګ د جرمني له یوه تلویزون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د سولې روانې خبرې د افغانستان د ثبات یوازینۍ لاره ده او ناټو ترې ملاتړ کوي؛ خو په خبره یې، د سولې پروسه یوه نازکه پروسه ده او هیڅوک داسې تضمین نشي ورکولی چې دا خبرې به حتما بریا ته رسېږي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې له افغانستانه تګ او هلته پاتې کېدل دواړه له خطره ډک کارونه دي «هر څه چې موږ یې پرېکړه کوو له خطره ډک دي، که چېرې راوزو دا به ټولې هغه لاسته راوړنې ضایع کړې، چې په تېرو کلونو کې ترلاسه شوې دي او ویره شته چې افغانستان به بیا ځلې د ترهګرو ځاله شي، او که چېرې هلته پاتېږو له پراخ تاوتریخوالي او د جګړې له شدت سره به مخ شو.»

د ناټو د سرمنشي له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس باید ټول ناټو او امریکایي ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه له افغانستانه ووځي.

طالبانو په یاد توافق کې ژمنتیا ښودلې چې په افغانستان کې به د هغو ډلو فعالیت ته اجازه نه ورکوي چې ګاونډيو او یا هم د نړۍ نورو هیوادونو ته یې ګواښ متوجه وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx