افغانستان

ولسي جرګې د کابل ښاروال څارنوالۍ ته ور معرفي کړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۰مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ولسي جرګې د کابل ښاروال «داوود سلطانزوی» لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کړ او له نن څخه وروسته یې د هغه لاسلیک بې باوره یاد کړ.

د ولسي جرګې غړو نن د رایو په اکثریت سره پرېکړه وکړه چې له دې وروسته د سلطانزوی لاسلیک اعتبار نه ورته لري او دا چې نوموړی په پلامېنه کابل کې د «غیرقانوني تعمیرونو د جوړېدو په مخنیوي» کې پاتې راغلی، لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کېږي.

د ولسي جرګې د غړو دا پرېکړه وروسته له هغه ده، چې د کابل ښاروال د یادې جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر نشو او د وکیلانو پوښتنې يې ځواب نکړې.

داوود سلطانزوی چې ویل کېږي، د لبنان اوسېدونکی دی؛ اوس یې د غزني ولایت تذکره اخیستې او مېرمن یې د اشرف غني د مېرمنې په دفتر کې دنده لري.

څه موده وړاندې ولسي جرګې نوموړي ته د باور رایه ورکړه او داسې تورونه و، چې ګواکي د باور رایې ترلاسه کولو لپاره یې سلګونه زره ډالر پر وکیلانو ویشلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

سلطان زوی په اصل کی د غزنی ده او یو پلورل شوی ،مفسد او بی همته افغان ده.
زه یی پیژنم.

غ.حضرت

وروره
د داوود زی نېکټائی او تذکره به لبنانۍ وی خو خپله افغان او په غزنی کی زېږېدلئ مخلوق دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx