شخصیتونه

امام غزالي رحمه الله څوک و؟

حشمت اللہ مياخېل

نوم او نسب:
د امام غزالي رحمه اللّٰه اسم کنيه ابو حامد، نوم یې محمد او د محمد الغزالي زوى و، لقب يې حجة الاسلام زين الدین الطّوسي او د طوس اوسيدونکى و. نوموړی يو ستر فقيه،صوفي او متکلم و. له ګنو علومو نه باخبر و.

پیدایښت او د علم حصول:
امام غزالي رحمه اللّٰه په ٤٥٠ ھ ق کال په پيدا شوی دی، حکایت دی چې د امام غزالي رحمه اللّٰه پلار يو نيک عمله سړى و، هغه د خپل لاس په محنت او کوښښ روزي لاسته راوړه او له هغې نه به یې خوارک کولو. هغه به له وړيو نه تارونه جوړول او بيا به يې هغه په دوکان کې خرڅول.

کله چې مرګ ته نږدې شو نو خپل زوى او د هغه بل ورور احمد په باره کې يې خپل دوست ته وصيت وکړ چې زما په دې زامنو ديني علوم ولوله. ما چې څه په ميراث کې پرايښي دي، هغه ورباندې د علم په زده کړه کې ولګوه.

په دې وخت کې امام غزالي رحمه اللّٰه ١٥ کلن و. او د کشر ورور احمد غزالي رحمه اللّٰه ١٢ کلن و. کله چې د دوی د پلار نه پاتې مال او د دوى د دوست زارکاني پيسې ختمې شوې نو بیا یې د طوس په مدرسه کې شامل کړ.

خو امام غزالى رحمه اللّٰه دا مدرسه پريښوده او جرجان ته د علم حاصلولو پسې لاړ. هلته يې د هغه وخت مشهور عالم دين استاد ابو نصر اسمعیل رحمه اللّٰه نه د علومو زده کړه وکړه.
د علم يو لويه ذخيره يې وليکله او بيرته طوس ته واپس شو.

بيا یې له دې ځايه یې نيشاپور ته سفر وکړ، هلته د خپل عصر يو لوى عالم امام الحرمین ابو المعاني جويني و.
خپله علمي تنده يې دلته ماته کړه، د نورو فنونو او علومو تر څنګ يې د مناظرې، علم الکلام، عقاید او فلسفې علوم ولوستل.
په دې علومو کې يې دومره پوهه او مهارت ترلا کړ چې په درې سوه طالبانو کې يې لومړی مقام حاصل کړ.

امام غزالي رحمه اللّٰه په ٢٨ کلنۍ کې ټول مروجه علوم حاصل کړل، د پوهې او ذکاوت آوازې يې ځاى، ځاى خپرې شوې. کله چې امام الحرمین په ٤٧٨ ھ ق کال کې وفات شو. د خپل حاکم خواجه نظام الملک له امام غزالي رحمه اللّٰه نه وغوښتل چې د بغداد د مدرسې صدر المدرسين جوړ شي. خو امام غزالي رحمه اللّٰه دا وظیفه قبوله نه کړه.
خو کله چې د بغداد د مدرسې لوى استاد علامه حسين بن علي وفات شو نو خواجه نظام الملک طوسي امام غزالي رحمه اللّٰه د هغه پر ځاى مقرر کړ او هغه دا وظیفه قبوله کړه.

تدریس:
امام غزالي رحمه اللّٰه په ٤٨٤ ھ ق کال کې په عملي توګه تدریس شروع کړ او د ٤٨٨ ھ ق کال پورې يې دا خدمت وکړ په دې موده کې هغه ډير کتابونو وليکل.

امام غزالي رحمه اللہ مشهور تصنیفات:
امام غزالي رحمه اللہ د خپل دور مایه ناز مصنف و په خپل علمي قلم یې ډیر کتابونه لیکلي دي د کتابونو شمیرہ یې ۷۷ دی، له هغې جملې نه یو څو دا دي:

۱:یاقوت التاویل فی التفسير ٤٠ ټوکه
۲:احیاءالعلوم
۳:اسرار الانوار الالهيه بالايات المتلوه
۴: مشکوۃ الانوار القربة جوهر القرآن
۵: کیمیائے سعادت
۶:حجة الوادع
۷:الی اللّٰه عجائب صنع اللّٰه
۸: منخول
۹:عقیدة المصباح

وفات:
امام غزالي رحمه اللّٰه په ٥٠٥ ھ ق کال د جمادى الاخر په څوارلسم د دوشنبې د ورځې په سهار د ٥٥ کالو په عمر له دنيا نه سترګې پټې کړې او د ايران په طوس ښار کې د مشهور او نوميالي شاعر فردوسي قبر ته نږدې خاورو ته وسپارل شوه.
علامه ابن الجوازي رحمه اللّٰه په خپل کتاب (الثبات عند الممات) د امام غزالي رحمه اللّٰه د مړينى په باره کې د هغه د ورور احمد غزالي له خولې داسې ليکي:
ورور مې ابو حامد غزالي رحمه اللّٰه د دوشنبې د ورځې سهار (سبا راختلو) وخت کې اودس وکړ او لمونځ یې اداء کړ بيا يې خپل کفن وروغوښت ښکل یې کړ او په سترګو يې کيښود، سمعاََ و طاعة يې وویل مخ يې قبلې ته کړ، پښې یې وغزولې او او خپل روح یې د کائناتو خالق ته حواله کړ.

مأخذونه:
احیاءالعلوم،مکاشفة القلوب،الثبات عند الممات تأليف عبد الرحمن بن علي بن محمد بن علي بن الجوزي أبو الفرج۔

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx