افغانستان

طالبانو په بلخ ولایت کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې طالبانو یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

په ویډیو کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوې، د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی یو سپین ږیری او ورسره هغه «اختطافګر» ښکاري چې دغه سپین ږیری یې د ۳ میلونه افغانیو په بدل کې تښتولی ؤ.

په بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو مسئول ملا اجمل اخوند پر دغه مهال ویلي، چې اختطافګرو د تښتول شوي کس له کورنۍ څخه یو ملیون افغانۍ ترلاسه کړې وې او د پاتې افغانیو د ورکولو پرمهال طالبانو اختطافګر لاس په لاس نیولی، چې دا مهال یې قضیه یې د طالبانو محکمې ته سپارل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې هم د پلازمینې کابل په ګډون ګڼو ولایاتو کې د غلو او انسان تښتوونکو پرضد ځانګړي عملیات ترسره کړي او ګڼ شمېر هېوادوال یې د تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې طالبان په داسې مهال د انسان تښتوونکو له منګولو یو تن آزادوي چې له تیرو دوه میاشتو راهیسې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف څخه یو تښتول ماشوم لاهم د انسان تښتوونکو په منګولو کې دی او وخت په وخت یې کورنۍ ته ځوروونکې ویډیو کلیپونه استوي، چې له امله یې د نوموړي ماشوم مور ته رواني تکلیف هم پیدا شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx