افغانستان

فراه: هوايي بريد کې د راخلاص شوي طالب زنداني په ګډون ۶ ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۰مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ملکي وګړو په کورونو د هوايي بريدونو په دوام تېره شپه يو ځل بيا په فراه ولایت کې د ملکي وګړو يو کور په ډرون برید کې په نښه شوی او د يو راخلاص شوي طالب په ګډون نهه تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي چې تېره شپه ناوخته د دې ولايت بالابلوک ولسوالۍ په کسنک سيمه کې د بې پيلوټه الوتکو په برید کې د محمدلعل اکا په نامه د يو ملکي وګړي کور په نښه شوی دی او ياده مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.

له سيمې څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې محمد لعل اکا يو تن له زندان څخه راخلاص طالب (عطاء الله ولد عبدالظاهر) چې څه موده وړاندې له زندان څخه راخلاص شوي او اوس يې عادي ژوند ته مخه کړې وه؛ ميلمستيا کړې وه چې بريد پرې شوی دی.

په دغه بريد کې د ياد بندي او د محمد لعل اکا د کور پنځه غړي وژل شوي او درې تنه ماشومان ټپيان دي؛ د کور زياته برخه نړېدلې ده او دوه عرادې موټر هم تخريب شوي دي.

بايد وويل شي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د‌ دوحې له توافق وروسته پنځه زره طالب زندانيان راخلاص شول او خپل عادي ژوند ته يې مخه کړه  خو د راخلاص شوو زندانيانو څخه لسګونه زندانيان د دولتي عسکرو له لوري وخت ناوخته په چاپو او بريدونو کې وژل شوي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي دې تازه پېښې ته په غبرګون کې د ملکي وګړو په کورونو هوايي بريدونه غندلی او ويلي يې دي چې په راخلاص شويو زندانيانو بريدونه ددې لپاره کيږي تر څو دغه کسان بېرته وسلو اخيستلو ته مجبور کړل شي.

طالبانو په نړيوالو بشري ټولنو غږ کړی دی چې د دا ډول جناياتو په مخنيوي کې دې خپل مکلفيت اداء کړي او دا بشر ضد جنايات دې وغندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx