افغانستان

کندهار کې د بم غورځوونکو الوتکو یو پيلوټ وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي په کندهار ښار کې د بم غورځوونو الوتکو د پیلوټ مسعود اتل د وژلو خبر ورکوي.

دا پېښه نن د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال د کندهار ښار څوارلسمې امنیتي حوزې اړوند فابریکې سیمې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکو ددې خبر په تایید سره ویلي، چې ناپېژاندو موټر سیکل سپرو د څوارلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د هوايي ځواک پیلوټ مسعود اتل په ډزو ویشتلی او تښتېدلي دي.

د سرچینې په خبره په نښه شوی پیلوټ په ټپي حالت کې روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړې او وژل شوی دی.

دفاع وزارت او د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسئولینو تراوسه ددې پېښې په هکله غبرګون ښودلی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx