افغانستان

بلخ کې له سلو ډیر دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۹۹ل): طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې تازه ۱۱۱ دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې څرګنده کړې، چې پورته شمېره تسلیم شوي دولتي عسکر او پولیس د بلخ ولایت، شولګرې، چهارکنت، زارع، چهاربولک، خاص بلخ، او دهدادي ولسوالیو مربوط دي.

د مجاهد په خبره تسلیم شوي دولتي عسکرو او پولیسو ته د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون ځايي مسئولینو هرکلی ویلی او ملکي ژوند ته یې سوق کړي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات هم د پرمختګ په حال کې دي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۵۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x