افغانستان

د کابل ښاروالي: ښاروال مکلف نه دی چې د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته ورشي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۰مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د نه ګډون له امله د کابل ښاروال «داوود سلطانزوی» لویې څارنوالۍ ته معرفي کړ؛ د کابل ښاروالي وایي، قوانینو ته په کتو ښاروال مکلف نه دی د ولسي جرګې استجوابیه غونډو ته ورشي.

د ولسي جرګې غړو نن د رایو په اکثریت سره پرېکړه وکړه چې له دې وروسته د سلطانزوی لاسلیک اعتبار نه ورته لري او دا چې نوموړی په پلامېنه کابل کې د «غیرقانوني تعمیرونو د جوړېدو په مخنیوي» کې پاتې راغلی، لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کېږي.

د کابل د ښاروالۍ ویاند په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي، چې ښاروال هره دوشنبه د کابینې په غونډه کې ګډون کوي او له همدې امله یې ونشوای کړلای د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې ګډون وکړي.

نوموړې وړاندې زیاته کړې، چې د افغانستان اصولو او قوانینو ته په کتو ښاروال مکلف نه دی، چې د ولسي جرګې استجوابیه غونډو ته ورشي؛ خو که چېرې اجنډا شریکه شي، اخلاقي لیدلوري ته په کتو به په غونډه کې ګډون وکړي.

داوود سلطانزوی چې ویل کېږي، د لبنان اوسېدونکی دی؛ اوس یې د غزني ولایت تذکره اخیستې او مېرمن یې د اشرف غني د مېرمنې په دفتر کې دنده لري.

څه موده وړاندې ولسي جرګې نوموړي ته د باور رایه ورکړه او داسې تورونه و، چې ګواکي د باور رایې ترلاسه کولو لپاره یې سلګونه زره ډالر پر وکیلانو ویشلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x