افغانستان

دولتي عسکرو په بلخ کې له یو روغتون څخه پوسته جوړه کړې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې دولتي عسکرو له یو ملکي روغتون څخه نظامي پوسته جوړه کړې ده.

د دولت آباد ولسوالۍ ځايي خلکو رسنیو ته ویلي، له تیرې یوې میاشتې راهیسې دولتي عسکرو ددې ولسوالۍ په ملکي روغتون کې پوځي پوسته جوړه کړې، چې له امله یې ډاکټران او روغتیاپالان(نرسان) دغې ودانۍ ته ورتګ څخه منع کړل شوي دي.

په ورته مهال د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست هم تاییدوي چې د دولت آباد ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون چارې په ټپه درېدلې دي.

د عامې روغتیا ریاست چارواکو په خبره طالبانو په دغه روغتون کې د دولتي عسکرو د شتون له کبله ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل ته سپارښتنه کړې، چې د جنګي شرایطو، د ډاکټرانو او ناروغانو د سلامتیا په خاطر روغتون ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

له بل پلوه په دولت آباد ولسوالۍ کې د قاري عبدالولي «اسلامیار» په نوم د طالبانو یو ځايي قومندان نن ټکي اسیا ته ویلي، چې د ډاکټرانو او ناروغانو د امنیت په خاطر دوی دغه ګام پورته کړی دی.

اسلامیار زیاتوي، د ملکي خلکو د ستونزو د حل په خاطر یې ددغه پنځوس بستریز روغتون ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل ته په یو خوندي ځای کې د ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړې او هره ورځ لسګونه ناروغان هلته د درملنې لپاره نوموړي ځای ته مراجعه کوي.

د دولت آباد ولسوالۍ چې له مزارشریف څخه ۶۰ کیلومتره لرې پرته ده، زیاتره برخې یې د طالبانو تر ولکې لاندې دي؛ خو دولتي عسکرو په دې وروستیو کې له کلیوالو سیمو څخه خپلې یو شمېر پوستې د ولسوالۍ مرکز ګڼ میشتو سیمو ته رالیږدولي، چې ورسره د ملکي تلفاتو اندېښنه هم زیاته شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په روغتون او ښوونځي کې نظامي پوستې جوړوي، بلکې تردې وړاندې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد مختلفو ولایاتو کې دولتي عسکرو د خلکو له کورونو، ښوونځیو، کلینیکونو او آن جوماتونو څخه پوځي پوستې جوړې کړي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx