نظــر

پخوانۍ “شمال ټلواله” او د بقا هڅې! – ذاکر جلالي

د طالبانو په لاس د مجاهدینو د حکومت له ماتې وروسته، چې د تېر حکومت لوړپوړي چارواکو د هېواد په شمال کې د احمدشاه مسعود په مشرۍ د طالبانو ضد جګړې ته ملا وتړله؛ نو دغه ایتلاف يې “متحده ملي جبهه” وبلله. مګر نړیوالې مېډیا، په تېره لوېدیز رسنیو هڅه وکړه، چې دې ایتلاف ته توکمیز رنګ ورکړي؛ ځکه یې “شمال ټلواله” یا “Northern Alliance” وباله. غربیانو په افغانستان کې د قومي او توکمیز درز اچولو او شخړو جوړولو لپاره دغه نوم کاراوه. مګر دا نوم د لوېدیځ رسنیو زور او پراختیا له امله مشهور شو او اوس تقریباً ټول ورسره اشنا دي. ما هم ځکه دا نوم غوره کړ، چې ساده دی او مفهوم ښه رسولای شي. کنه ډېر احتیاط مې دا وي، چې د لوېدیځ رسنیو له خوا په جوړو شوو نومونو روږدی نه شم.

د طالبانو د حکومت وروستیو شپو کې، چې د شمال ټلوالې مشر احمدشاه مسعود هم نور د دې جبهې مشر نه و او دغه جهت ته نور د “متحد” خطاب هم مشکل و، له امریکایانو سره د دې جبهې مختلفو مشرانو د ګیري شیرون په مشرۍ خبرې پیل کړې. د دوی خبرو اجنډا دا وه، چې د شمال ټلوالې جګړه مار د ځمکني پوځ رول ولوبوي او له بره به امریکايي څرخکې بمبار کوي. دا هم د یادولو ده، چې له دې موافقې یا له خبرو مخکې امریکایانو بمبار پیل کړی و، کندهار کې يې یو ځای مختصره ځمکنۍ جګړه هم کړې وه؛ مګر بریالي شوي نه و؛ نو ځکه یې غوښتل چې د پلې جګړې مسئولیت د شمال ټلوالې جګړه مارو ته وسپاري. د وخت ټلوالې هم د پيسو په بدل کې دغه رول ته غاړه کېښوده. په پیل کې د دې جبهې مشر، محمد قسیم فهیم امریکایانو سره –ګیري شیرون سره- ځینې اندېښنې شریکې کړې وې، چې استاد رباني او استاد سیاف د خپلو ځانګړو “اخواني” تمایلاتو له امله شاید دې “مشترک کار” کار ته غاړه کښېنږدي. مګر ښاغلي شیرون فهیم ته د استادانو د موافقت ډاډ ورکړی و. وروسته هم بیا معلومه شوه، چې استادان له روان بهیره خوښ دي.

افغانستان ته د امریکانو راتګ، یا د امریکانو بریا که له یوې خوا د بي۵۲ الوتکو تضمین کوله، له بلې خوا د شمال ټلوالې له سیمې سره اشنا جنګیاليو هم ګرنټي کوله. څومره چې د بي۵۲ څرخکو بمباردونه مهم وو، همدومره د پلو ځواکونو جګړې اغېز درلود. که د شمال ټلوالې د جګړه مارو مرسته نه وای، شاید امریکايي پوځیان دومره ژر نه و بریالي شوي.

په هر صورت، امریکایانو هم د طالبانو له ماتې وروسته په لنډمهاله اداره کې دوی ته ډېره غوښنه برخه ورکړه. د ولسمشر کرزي په مشرۍ لنډمهاله اداره کې د کورنیو، بهرنیو او ملي دفاع وزارتونه سره د ملي امنیت لوی ریاست د دې ټلوالې د مخکښو غړو په برخه رسېدلي وو. حامد کرزی ته چې هغه وخت په کابل کې بېخي یوازې وو، له حکومته د دوی پاکول څه اسانه چاره نه وه؛ ځکه یې د دوی د پاکولو کار په ډېر مهارت او سړې سینې سره پیل کړ. په حکومت کې یوې ځانګړې ډلې ته دومره برخه ورکول نه حامد کرزي ته د منلو وړ وو او نه هم د کرزي پلویانو ته. همدا د ولسمشر کرزي مهارتونه او د بهرنیو موثرو اړخونو ګواښونه وو، چې د پخوانۍ شمال ټلوالې غړي يې یو یو له نظامه لرې کړل. یو مهال بیا داسې وخت هم راغی، چې هغه مارشان فهیم د ولسمشرۍ په لومړي مرستیالۍ د کرزي منندوی و. د ټلوالې مشرانو هم یو ډول منظمه لوبه پیل کړه. څوک چې نظام کې وو، هغوی به د ولسمشر کرزې د سجاوو او کمالاتو او ستاینو سرینده غږوله او هغه چې له نظامه به ووېستل شول، هغوی به بیا سیاسي جبهه جوړه کړه او د اپوزیسیون رول به یې لوباوه. کرزي د ۲۰۰۴م کال په ټاکنو کې، د فهیم پر ځای احمدضیا مسعود د استاد رباني په مرسته خپل لومړی مرستیال وټاکه. بیا یې په ۲۰۰۸ ټاکنو کې احمدضیا مسعود لرې او پر ځای یې بېرته قسیم فهیم مرستیال وټاکه. کرزي، فهیم داسې مهال لومړی مرستیال اعلان کړ، چې ښاغلی فهیم د استاد رباني په مشرۍ د “متحدې جبهې” د رهبري شورا غړی و؛ خو کرزی وتوانېد، چې په یوې مرستیالۍ سره، د استاد ټوله جبهه ورخنثا کړي. دغسې حامد کرزي څو څو ځله د شمال ټلوالې یوه غړي ته د یوه وزارت یا یو مرستیالۍ په وړاندې کولو سره یې وکولای شوای، څو څو ځله دوی تجزیه او خپلو کې سره واچوي. په دغو امتیاز ورکونو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله طالع ښې نه وې. کله یې چې عبدالله د ۲۰۰۴م کال له ټاکنو وروسته له بهرنیو چارو وزارته لرې کړ، عبدالله په کور کېناست. په مرکو کې به یې د حامد کرزي په تړاو په ډېر احتیاط سره څرګندونې کولې. د ده د هغه مهال له څرګندونو ښکاري چې لا هم په تمه و که ولسمشر کرزی څه ورکړي. د بې‌کارۍ په دې موده کې يې ایله د افغانستان له خوا پاکستان سره د ګډې امن جرګې منشي وټاکه چې تر ډېره یو نمایشي پوسټ و.

اوس چې د شمال ټلوالې قسیم فهیم وفات شوی، د ټلوالې مشران هم په څو لارو له مختلفو دریځونو په سیاست کې ګډ دي، په دوی کې نوره د یو جدي مزاحمت شیمه هم له منځه تللي، ټول په سوداګریزو منډو ترړو کې بوخت دي، داسې برېښي، چې نور نو د دوی د بخت ستوری په راپرېوتو دی. نور د دوی پرونی واک او ځواک له جدي ګواښ سره مخ دی. نور دوی امریکایانو ته هم ځکه مهم نه دي، چې ملي اردو او اربکیان تر ډېره پياوړي دي، طالبانو سره جګړه هغوی کوي او ټلوالې خو له جګړې پرته نورد ښه کار کوم توان نه لري.

دا ځل دا مسئله هم د ټلوالې مشرانو ته د سختې اندېښنې سرچینه ده، چې د ډاکټر اشرف غني ټیم کې جنرال دوستم دویم مقام لري. دوستم به د ډاکټر اشرف غني حکومت کې تر بل هر څه په شمال کې خپل واک و ځواک تثبیتوي. په شمال کې د جنرال دوستم قوت، د عطامحمد نور د واک لمن ټولېدو په معنا ده. لکه مخکې چې وویل شول، شمال ټلواله امریکایانو ته صرف طالبانو سره د جګړې لپاره مهم دي، چې هغه کار هم تر عطامحمد نوره جنرال دوستم ښه کولای شي. په نظام کې دننه به د ګردې ټلوالې په نمایندګۍ د احمدشاه مسعود ورور، احمدضیا مسعود مطرح وي او په اصطلاح د ټولو برخه به هغه ته رسېږي.

له هغې راهیسې چې د ټاکنو د پایلو په اړه ګنګوسې خپرې وې، د عبدالله ټیم ځکه کوشش کاوه، چې د یوه جدي ګواښ په توګه راڅرګند شي، چې که راتلونکي نظام کې خپل ځایګی په اشرف غني ومني. د چنګاښ له پیله راهیسې چې دوی په کابل کې کوم لاریونونه کړي، په هېڅ صورت نه شي کولای، چې ولسمشر کرزی یا اشرف غني احمدزی دې ته اړباسي، چې دوی ته په راتلونکي نظام کې ځانګړې برخه ورکړي. دوی هڅه کوي، چې سیاسي وضعیت ترینګلی وښيي، حال دا چې په کابل کې که ژوند د پخوا په څېر نورمال نه دی، نو د کړکېچ امکان هم تر ډېره د نشت برابر دی. کړکېچ یعنې کورنۍ جګړه، یعنې وسله‌وال مزاحمت، چې په هېڅ صورت ټلوالې سره نور هغه ځواک نه شته چې داسې اقدام وکړي. په څو دلایلو: لومړی خلک اوس د دوی په خوله ټوپک ته د دوی د ګټو لپاره لاس نه وروړي. او دویم، په کابل کې وسله‌اله هڅه تر بل هر چا د دوی سوداګریزو فعالیتونو ته زیان رسوي. نن چې په کابل کې ستر سوداګریز مرکزونه دي، ډېری یې د شمال ټلوالې د هغو قومندانانو دي، چې عواید یې تر ډېره بهرنیانو پورې تړلي دي. اوس دوی په هېڅ صورت نه دي تیار چې د دوی دغه کاروبار دې زیان وویني. بل دلیل دا هم دی، چې شاید تر ټولو مهم دلیل وي، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کیري ګواښ عبدالله ته چې تاوتریخوالي ته ورلنډ نه شي هم کارنده رول لرلای شي. تېر ۲۰۰۹کال ټاکنې ټولو ته په یاد دي، چې د ښاغلي کېري سفر هر څه عادي کړل. دا ځل یې بیا له راتګه مخکې عبدالله ته ګواښ وکړ، چې ارام واوسي.

د عبدالله د ټیم د وروستیو غورځو پرځو یوازیني هیله همدا ده، چې په راتلونکي نظام کې یو پتمن ځای ولري، حد اقل څوک یې د محاکمې غږ پورته نه کړي. ژوند او فعالیتونه یې ګرنټي شي. اوس نو د دې غوښتنې منلو ته د جان کېري “داد” ته ګوري، چې که هغه یې ورسره ومني، طبیعي ده چې ډاکټر اشرف غني هم مخالفت نه شي کولای. مګر داسې نښې نه برېښي، چې جان کېري دې هم داسې امتیاز او په نظام کې داسې برخه ورکړي، چې دی او د ده ډله دې په راتلونکي کې خپل پوزېشن وساتلای شي. که عبدالله ته اوس څه ورنکړل شي، نو په راتلونکي کې بیا نه څوک ورسره د اپوزیسیون په نامه درېږي او نظام کې خو به یې هسې هم څه خاصه برخه نه وي.

یو تحلیل دا هم دی، چې په راتلونکي نظام کې عبدالله ته پاموړ برخه ورکول له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرو وړ هم تړي. د عبدالله ډلې د افغانستان د اړتیاوو او نړیوالو معیارونو پر خلاف تل پر جګړې ټینګار کړی. د دوی منطق نور هېچا ته د منلو وړ نه دی. اوس که له نظامه بېخي لرې کړای شي، دا به وسله والو مخالفینو ته هم یو شین څراغ وي. اوس ځکه د دوی د له منځه تلو خبره مطرح ده، چې نه نور امریکایانو ته هغه پخوانی ارزښت لري، نه به یې راتلونکی د اشرف غني حکومت مني او طالبان خو هسې هم دوی سره غوښه او چاړه دي. داسې ښکاري، چې دوی نور له طبیعي زوال سره مخ دي او شاید په افغان سیاست کې نور د دوی باب د تل لپاره وتړل شي.

لیکوال: ذاکر جلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظفر خان

ډیر ه په رړه پوری لیکنه او تحلیل مو کړی، خو اوس می له طالبانو وروڼو هیله داده چی دشمال ټلوالی خلا ډکه کړی او په نظام کی شامل شی، په دی کار سره به په افغانستان کی دایمی سوله او دداسی فرصت طلبو سیاسینو مخه د تل لپاره ډب شی، او ګران هیواد به دیو روښانه راتلونکی په لور روان شی

ahmad

په همدا اول پاراګراف کې یې دومره تېروتنې دي چې سړی نه پرېږدي چې نوره لیکنه ولولي؛ ۱. د طالبانو په لاس د مجاهدینو….. طالب او مجاهد د یوې سکې دوه داسې شرمېدلي مخونه دي چې د کمونستانو ظلمونه له افغانانو هېروي. یا په نورو ټکو داسې دی لکه څوک چې ګند په تشو میتیازو وینځي، ۲. لوړپوړي چارواکو = دلته نو املا او انشاء هم له پامه لوېدلې ده او له لوړپوړو چارواکو نه لوړپوړي چارواکو جوړ شوی دی، ۳. په هغه وخت کې متحده ملي جبهه له دې امله غربي نه بلکه افغاني او خصوصا پښتو رسنیو شمال… نور لوستل »

جمیل فولاد

دکفربچیه!له تاسره هرډول بحث دوخت ضیاع ده خوپه یادولره داسی وخت به نه راځی چه ستاباداراوغلام دارام ساه واخلی اوزمادتوری شرنګ موترغوږونه وی

حاجي کاکا

غوربندی صاحب ودې پړکوله … وام د مورشیدکې دی شه … د جان کیري حسبي #### ته دي داسې غاش ماتی ځواب ورخیر کړ چې سم سابه یي په مالګه شو . . . مخ په وړاندې د خپلواک افغانستان په لور

غوربندي

احمد صيب + ظفرخان صيب تاسو ته سلامونه او احترامات تاسو هر يو د ګوساله يانو او ګوسفنديانو تر تاثير لاندې راغلي ياست په پوستکنده عبارت يې چې ووايم نو استحمار (خره) کړي يې ياست. اشرف غني (ګوسفند) او عبدالله (ګوساله) دواړه د يو ټيم ديارلس کلن فعال غړي دي او دواړه د واحد بهرني بادار (امريکا) له لوري حمايه او ديکته کيژي. دا څه چې روان دي دا يې خلکو ته چل جوړ کړي ده تر څو يې تقسيم او خپل منځ کې سره وجنګوي. زما شخصا له اشرف غني او عبدالله دومره نفرت نه کيژي لکه له هغو… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x