شعـــــرونه

وروستي کاتۀ/ انعام نعيمي

انعام نعيمي

وروستي کاتۀ وو، له ما هېڅ ونشوو
ستا هېرېدۀ وو، له ما هېڅ ونشوو

د مخې ښې طاقت مې هېڅ نه درلود
لاس در کېدۀ وو، له ما هېڅ ونشوو

دا غږ ثواب لري چې خدای دې مل شه
د بيلتانۀ وو، له ما هېڅ ونشوو

تاته وروستۍ صحنه کې پورته کتل
ښۀ مې په زړۀ وو، له ما هېڅ ونشوو

ما ویل اخېر کې به ښۀ ډاډ درکوم
لۀ يو بل تلۀ وو، له ما هېڅ ونشوو

په مخ ېې حق ؤ چې انعام يې ښکل کړې
لمر په خاتۀ وو، له ما هېڅ ونشوو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx