افغانستانسولې اړوند خبرونه

 معصوم ستانکزی: تر څو چې طالب جنګیالي په ټولنه کې مدغم نشي؛ ثبات نه تامینیږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۰مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل د مذاکراتي ټیم مشر «مصوم ستانکزی» وایي، د مذاکراتو په دوهم پړاو کې د جنګیالیو د ادغام په طرحه باندې کار کوي او په خبره یې، که طالب جنګیالي په ټولنه کې مدغم نکړل شي، افغانستان کې به ثبات تامین نشي.

ستانکزي دغه څرګندونې نن د افغانستان د ستراتيژيکو اړیکو انسټيټیوټ کې یوې ناستې ته کړې.

نوموړي ویلي، چې تر سولې پروسې وروسته باید وسله وال ځواکونه یوازې د حکومت په انحصار کې وي او ټول غیر رسمي او مخالف جنګیالي باید په ټولنه کې مدغم کړل شي چې په خبره یې، په دې اړه به طرح په راتلونکي پړاو مذاکراتو کې مطرح کړل شي.

ستانکزي وړاندې زیاته کړې، چې په راتلونکي پړاو مذاکراتو کې د کابل مذاکراتي ټیم د اوربند، د نظام د بڼې، سیاسي مشارکت، نوولس کلنو لاسته راړونو، د کډوالو د بیرته راګرځېدلو، د امنیت د تامین او نورو مهمو موضوعاتو په اړه له طالبانو سره غږېږي.

نوموړي ددې تر څنګ ویلي، چې په راتلونکي پړاو خبرو کې له جمهوریت او لاسته راوړنو هم دفاع کوي.

په دې غونډه کې د کابل د مذاکراتي ټيم یو بل غړي «محمد ناطقي» ویلي، چې دوی به په راتلونکو مذاکراتو کې د افغانستان له اوسني نظام چې د نړۍ په هر ځای کې پېژندل شوی دفاع کوي.

غونډې ته د مرکچي پلاوي غړي «غلام فاروق مجروح» بیا ګډونوالو ته ډاډ ورکړی، چې مذاکرات یوازې د مذاکراتي ټيمونو تر منځ او د هغوی په رهبرۍ دي او هیڅ بهرني هیواد ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په دې خبرو کې نقش ولري.

د کابل د مذاکراتي ټيم  د غړو پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې مذاکراتي ټيمونو درې اوونۍ وقفه اخیستې او تمه ده د نوي کال د لومړي میاشتې په پنځمه نېټه بیا ځلې په قطر کې د خبرو مېز ته راټول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

ستانکزی څرګنده نکړه چه کم حکومت دغه لادینه اودملت قاتل حکومت باید محاکمه سی دوی خوب وینی داخبری څه معنی لری هسی وخت ضایع کول دی بایدجهاددوچنده کړه سی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx