ورزش

مجيب ځدران په بيګ باش ليګ کې تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه-ويديو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه غوره توپ اچونکي مجيب الرحمن ځدران په بيګ باش ليګ کې تر ټولو غوره توپ وچونه وکړه او ۵ لوبغاړي يې وسوځول.

د نړيوالو شل اوريزو دوهم نمبر توپ اچونکي نن د چهارشنبې په ورځ د استراليا په بيګ باش لیګ کې هوبارټ هوريکنز لوبډلې پر وړاندې په خپلو څلورو اورونو کې د ۱۵ منډو په بدل کې ۵ ويکټې واخيستې.

مجيب ځدران په بيګ باش ليګ کې د بريسبين هيټ لوبډلې په تاريخ کې تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه او په لومړي وار يې د شل اوريزو په يوه لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوځول، هغه د بي بي ايل د روان سيزن غوره توپ اچونه وکړه.

د بريسبين هيټ توپ وهونکو د مجيب غوره توپ اچونه په سيند لاهو کړه او په وروستي توپ يې د يوې منډې په توپير ماتې ومنله.

د هوبارټ هوريکنز او بريسبين هيټ لوبډلو ترمنځ سيالۍ کې لومړی هوبارټ توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې ۱۵۰ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د بريسبين لوبډلې په وروستي توپ ونشو کړای دوه منډې جوړې کړي چې په پايله کې يې د يوې منډې په توپير ماتې ومنله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx