افغانستان

لغمان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۹ تنه مړه او ژوبل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل ـ جلال آباد پر لویه لاره د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، نن ماښام شاوخوا پنځه بجې د قرغیو ولسوالۍ عزیزخان کڅ په زانګورې سیمه کې د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار یو کرولا او سراچه موټر ټکر کړی دی.
نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د دولتزي د معلوماتو له مخې پېښه د موټر چلوونکو د بې پروایۍ له کبله رامنځ ته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx