افغانستان

کابل ښار کې د چارو د ادارې د کارمندانو پر موټر چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند چهلستون سیمه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې د کارمندانو پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه کې ۳ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

د چارو د ادارې مشر فضل محمود فضلي ددې خبر په تایید سره ویلي، چې په دغه چاودنه کې د ددې ادارې د سلاکارانو د انسجام د ریاست مرستیال محمدجاوید وليد سخت ټپي شوی او موټر چلوونکی یې حاجي بهرام الدین وژل شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې کابل ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوي، چې له امله یې اوس زیاتره دولتي چارواکي په عامه ځایونو کې له ګرځېدو څخه ډډه کوي او یو شمېر چارواکي په همدې پلمه آن د خپلو خپلوانو جنازو او د خوښیو مراسمو کې هم برخې اخیستلو څخه غاړ غړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx