روغتیانړۍ

پاکستان کې هم د کرونا ویروس دوهم نسل پېښې ثبت شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د راپورونو له مخې د کرونا ویروس دوهم نسل پېښې له برتانیا څخه پاکستان ته هم رسېدلي، په داسې حال کې چې د یاد ویروس له کبله د مړو شمېر له ۱۰ زرو پورته شوی دی.

د ۲۰۲۰م کال په وروستۍ میاشت کې برتانیا کې د کرونا ویروس دوهم نسل قضیې ثبت شوې چې تر دې دمه شاوخوا شلو هېوادونو ته رسېدلي دي.

د پاکستان د روغتیا وزارت چې څو ورځې وړاندې یې د دوهم نسل ویروس پېښې رد کړې وې د سه شنبې په ورځ ومنله چې د یاد ویروس ۵ پېښې ٍثبت شوي دي.

د سند ایالت روغتیا وزارت په وینا، له برتانیا څخه د راستنېدونکو ۱۲ نمونې معاینه شوې چې له جملې څخه یې ۶ مثبتې او په دریو کې د نوي نسل پېښې ثبت شوې دي.

وروسته دوی راپور ورکړ چې دوه نور ناروغان د اسلام اباد د روغتیا ملي انستیتیوت کې داخل شوي چې د یاد ویروس نښې په کې لیدل شوي دي.

باید وویل شي د کرونا ویروس د چین په ووهان ښار کې د تېر کال دیسمبر میاشتې په وروستیو کې خپور شو چې تر دې دمه شاوخوا ۸۲ ملیونه کسان پرې اخته شوي، د ۱ ملیون او ۷۹۱ زرو نورو ژوند یې اخیستی او پاتې نور بیرته روغ شوي دي.

په دې لړ کې نړیوال شرکتونه او څیړنیز مرکزونه وتوانېدل د یاد ویروس پر وړاندې واکسین وړاندې کړي، چې اوسمهال ځانګړو کسانو ته په لومړۍ مرحله کې ورکول کیږي.

برتانیا لومړی هېواد و چې د کرونا ضد واکسین یې وکارول، خو لا هم دغه هېواد کې په ورځني ډول شاوخوا ۵۰ زره مثبتې پېښې او د ۴۰۰ کسانو مړینه ثبتیږي چې ددغه هېواد لپاره انديښمنونکې ده.

د کرونا دوهم نسل چټک خپریدو سره د برتانیا حکومت هېواد کې سخت بندیزونه لګولي دي. دغه راز یو شمېر هېوادونو برتانیا سره هوایي او ځمکیني تګ راتګ بشپړ بند کړی دی.

راپورونه وایي د کرونا ویروس دوهم نسل له لومړي هغې څخه له ۵۶ تر ۷۰ سلنو چټک دی چې ناروغ یې جدي پاملرنې ته اړتیا لري خو د مړینې کچه یې نسبتا کمه ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx