روغتیا

چین وایي د کرونا ضد واکسین یې ۷۹ سلنه اغیزناک دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): چینایي شرکت سینوفارم په چین کې د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین چمتو کړي چې په وینا یې ۷۹ سلنه اغیزناک ثابت شوي دي.

سینوفارم شرکت په یوه لنډمهاله تحلیل کې ویلي، که چیرې د یاد واکسین دوه خوراکه واخیستل شي د ویروس پر وړاندې د ۹۹.۵۲ سلنه انټي باډي کچه رامنځته کوي.

د شرکت له لوري دا راپور د بیجنګ د بیولوژوکي محصولاتو انستیتیوت پر ویبپاڼه خپور شوی، د چا له لوري چې د واکسین تصویب لپاره چینایي تنظیم کونکو ته سپارل شوي دي.

د سینوفارم له لوري په یاد تحلیل کې د واکسین په اړه خورا لږ توضیحات وړاندې شوي چې څومره خلک ازمویل شوي او په کوم هېواد کې د ازموینې معلومات خپاره شوي دي.

د چینایي واکسینو ازموینې تر دې مهاله په عربي اماراتو، بحرین، اردن، پيرو او ارجنټاین هېوادونو کې ترسره کیږي، خو عربي اماراتو او بحرین دمخه ددې واکسینو د کارونې اجازه ورکړې ده.

باید وویل شي چې د چین یوه بل شرکت (سینوویک) له لوري د کرونا ضد چمتو شوي واکسینو ازموینې په برازیل، ترکیه او اندونیزیا کې پېل شوي چې بشپړ معلومات به یې راتلونکې میاشت ورکول کیږي.

ترکیې له دې وړاندې د یوه کوچني ازمیښت پایلو وروسته ویلي وو چې دغه واکسین له ۹۱ سلنې زیات اغیزناک دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx