نړۍ

دپاکستان لومړي وزیر په ددوه ورځنئ دوره سعودي عرب ته روانیږي

gilani-543(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۷) دپاکستان لومړي وزیر ښاغلي یوسف رضا ګیلاني سر له نن څخه وسعودي عرب ته روانیږي، نوموړي په له سعودی چارواکو سره پردوه اړخیزه اړیکو اوپه خاصه توګه په هیواد کي دروان اقتصادي بحران په اړه تفصیلي خبري وکړی.

په اسلام اباد کی دنوموړي له دفترڅخه په خپورشوی خبرکی راغلي دي چی ګیلاني به سبا دیکشنبي په ورځ دسعودي ته په دوه ورځني سفر ولاړ شي،  او د دسعودي عرب له ټولواک ښاغلي شاه عبدالله بی عبدالعزیز سره به وګوري.

له ګیلاني سره به په دغه سفر کی دپاکستان داقتصاد وزیر مخدوم امین فهیم، دصنعت وزیر چودري پرویز الهی، دخیبرپښتونخوا ایالت مشروزیر ښاغلي هوتی، مسعودکوثر، اودپاکستان دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال ښاغلي سلمان بشیرملګري وي.

دګیلاني له سفرڅخه یوه میاشت مخکی دهیواد ولسمشر اصف زرداري هم وسعودي عرب ته سفرکړی وو، ترڅو دایران اوسعودي هیوادونو ترمنځ راپورته شوی تاواوتریخوالي په لري کولو کی مرسته وکړي.

دځیني نورو مسائیلو سره سره به ښاغلی ګیلانی دسعودي عرب له چارواکو سره وهیواد ته  له سعودی عرب څخه دتیلو پرواردولو دوه اړخیزه سوداګري، اوهندارنګه په سعودي کي دپاکستاني وګړو پرچارو وږغیږی.

دپاکستان دبهرنیو چارو له وزارت څخه په نشرشوی خبرکی راغلي دي، چی یوه میاشت مخکي داصف علي زرداري سفر وسعودی عرب یو سمیز اړخ درلود خو دښاغلي ګیلانی سفربه یواځي تردوه اړخیزه اړیکوپوری محدود وي.

له بله لوری ځیني خبري رسنیو خبرخپورکړی دي چي ټاکل شوی وه راتلونکي ورځ به لومړی وزیر دهیواد وپارلمان ته خبره کوله داچي نوموړي نن سعودي عرب  ته روان دي له دی څخه څرګندیږي چي دغه سفر یوبیړني سفردي.

بخت الرحمن بخت ………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x