
يمن: پر عدن هوايي ډګر د حوثيانو توغنديزو بریدونو کې ۲۲ کسان وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د يمن دوهم ستر ښار عدن کې حوثي ملېشو هغه مهال نړيوال هوايي ډګر په نښه کړی، چې د يمن د حکومت د نوې کابينې غړي له سعودي عربستانه يمن ته ورسېدل.
د يمن د بهرنيو چارو او روغتيا وزارتونو ويلي، چې د حوثي ملېشو په دغه باليستيکي توغنديزو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، حوثي ملېشو پر هوايي ډګر څلور باليستيکي توغندي توغولوي، خو په دغه برید کې د کابينې غړو ته زیان نه دی اوښتی او قربانيان يې ملکي وګړي دي.
د نوې کابينې د غړو لپاره پر هوايي ډګر يو شمېر خلک هرکلي ته راغلي وو، چې له برید وروسته سره خپاره شول او یو بل لور ته يې منډې کړې.
د یمن د بهرنيو چارو وزارت پر حوثي ملېشو تور لګولی، چې دغه «ترهګریز» برید دوی کړی دی.
يمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټن ګريفنر هم دا بریدغندلی او د يمن نوې کابينې لپاره يې د بريا هيله ښکاره کړې ده.
د تېر ۲۰۱۹ کال په اګسټ کې هم حوثيانو د عدن پر نړيوال هوايي ډګر توغنديز برید کړی و، چې له امله يې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي وو.
د يمن د بهرنيو چارو وزارت وايي، حوثي ملېشو د عدن پر نړيوال هوايي ډګر برید کړی، چې يوازې د ملکي الوتنو لپاره کارول کيږي او په دغو بریدونو کې ملکيانو ته زيانونه اوښتي دي.
د بهرنيو چارو وزارت دا برید «وحشت او ترهګري» بللې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د حوثيانو دا برید وغندي او ترې وغواړي، چې دا ډول بریدونه سولې ته د رسېدو پر وړاندې خنډونه رامنځته کولی شي.