نظــر

د صدام حسین او قذافي تېروتنې

نظرمحمد مطمئن

د عراق واکمن صدام حسین او د لیبیا واکمن معمرالقذافي داسي مشران وو چې د سیمې په کچه ډیر قوي او ځواکمن وو، دواړه مشران د امریکا او اروپایې ټولنې د سترګو ازغي وو. صدام او قذافي دواړو غوښتل چې د عربو پخوانی برم پر ځای، د بهرنیانو له نفوذ او مداخلو پرته خلیج او د افریقا ځینې هیوادونه خپلواکې پریکړې وکړي.

له ایران سره په جګړه کې عراق ګټونکی و، ایران یې له زښت زیاتو مالي او ځاني زیانو سره مخ کړ، د ایران اخوندان مجبور شول چې له صدام سره جګړه پای ته ورسوي.

د صدام لومړۍ تیروتنه داوه چې په غیر مناسب وخت کې یې پر کویټ برید وکړ، او امریکا یې په وړاندي ډیر سخت غبرګون وښود، له همدې کبله وه چې خلیج ته د امریکایې پوځیانو لپاره یې د پښې ایښودلو بهانه په لاس ورکړه.

کله چې امریکا له افغانستان وروسته په عراق حمله وکړه، ډیرو ګڼله چې امریکایې پوځیان به د عراق د منظم پوځ په وړاندي له سختو ستونزو سره مخ وي، مګر هغه مهال هم ځینې افغانانو ویل چې امریکا به تر عراق ډیره په افغانستان کې وځپل او له سخت کړاو سره مخ شي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد ددي پر ځای چې د امریکایې پوځیانو او د هغوی سره ملګرو افغان وسلوالو په وړاندي مخامخ جګړه کې ښکېل پاتې او درنه مرګ ژوبله وزغمي، ښارونه تخریب او د نظامي ځواک د سر سړي یې له منځه یوړل شي، پریکړه یې وکړه چې له نظام څخه لاس واخلي، غرونو او پټنځایونو کې د مناسب وخت او موقع په انتظار پاتې، د امریکایې ځواکونو او ورسره ملګرو افغان ځواکونو په وړاندي یې ګوریلایې او چریکې جګړې وخت ته په کتو په مناسب وخت کې پېل، امریکا / ناټو ځواکونه له ستونزو سره مخ کړي.

که صدام حسین هم ورته کار کړی وای، ددې پرځای چې د نړۍ له زبر ځواک سره یې خپل زرګونه پوځیان په مخامخ جګړه کې له لاسه ورکړل، پوځي نظام یې له منځه ولاړ، پېژندل شوې پوځي جنرالان یې د امریکا د ترحم په تمه په کورونو کې کیناستل، د عراق د پوځ دفترونه او د جنرالانو سوانح یې همداسي په فایلونو کې ترتیب امریکا او د هغوی ملګرو عراقي شیعګانو ته پريښودل، دا هر څه ددې لامل شول چې صدام جګړه هم وبایلله، خپل روزل شوې او ده ته ژمن پوځي مشران یې هم ووژل شول، او د عراق اردو هم دړې وړې شوه، بل خوا په سني جنګیالیو کې له امریکا او له هغوی سره ملګرو اهل تشیع وسلوالو سره د جګړې تومنه هم ډیره پاتې نه وه.
کله چې امریکا پر عراق هوایې بریدونه وکړل، د عراق اردو کمزوري شوه، او کله چې بیا امریکایې پوځیان یاد هیواد ته ننوتل، په کار وه چې صدام حسین له مخامخ جګړې لاس اخیستی وای، د ګوریلایې جګړې لپاره یې ترتیب او چمتووالی نیولی وای، وخت ته په کتو یې امریکایې پوځیان له چلنج سره مخ کړي وای.

د عراقي سني مسلمانانو لپاره بله بده پېښه د امریکایې پوځیانو لخوا د صدام حسین ژوندي نیول و، او بیا د مسلمانانو د اختر په ورځ د خلکو په وړاندي د هغه اعدام کېدل، هغه څه و چې امریکا مسلماني نړۍ ته خپل زور ور وښود.
معمرالقذافي غوښتل په افریقا کې د امریکایې ډالر او ایرو پر ځای دینار (د سرو زرو سکه) مروج کړي، تر څو امریکا د مسلمانانو له جیبونو څخه د ډالر د نړیوال چلښت له امله پیسې ونه وهي، دا مهال په هره یو ډالر کې د بانکي سود او په نړیوالو بانکونو کې د چلښت او پیسو راکړي ورکړي له امله یې ۲۵ سنټه مفت د امریکا خزانې ته ځي، ځکه د نړیوال بانکي سیسټم مرکز او کنټرول د امریکا په واک کې دی.

قذافي پوهیدی چې امریکا یې نظام نړول غواړي، د هغه په وړاندي د وسلوالو را پيداکېدل او هغوی ته د امریکایانو او د هغوی مرستندویانو لخوا د وسلو ویښ، دا ښودله چې د قذافي نظام به نړیږي، په کار وه چې قذافي له واکه ګوښه او د ګوریلایې جګړو لپاره یې خپلو ژمنو پوځیانو ته فکر ورکړی وای.

باوري یم، که صدام حسین ژوندی نه وای نیول شوی، او د عراق اردو دا ډول د امریکا لخوا نه وای نړيدلي، د عراق پوځیان غرونو ته ختلي وای، د لږ وخت لپاره په کلیو، بانډو او غرونو کې پټ شوې وای، ځینې ګاونډیو هیوادونو ته وتلي وای، د امریکا ضد ګوریلایې جګړه یې پېل کړي وای، ډیر ژر به د امریکا او ورسره اهل تشیع ملیشو د ظلمونو له امله عراقي ولس ور سره ملګري شوې، امریکا به ورته زارۍ کولای چې سوله ورسره وکړي، او سرټیټي له عراق څخه ووځي.

همدارنګه که قذافي په لومړیو وختونو کې نه وای وژل شوی، لږ وخت چیرته پټ او ګوښه شوی وای، او لیبیایې ولس د امریکا پلوه میلشو ظلم او وحشت ليدلای وای، پرته له شکه د لیبیا ولس به بیاځل پر قذافي راټول او هغه به خامخا واک ته رسیدی.

طالبان ځکه بریالي شول چې له امریکا سره د مخامخ جګړې پر ځای يې ګوریلایې او چریکې جګړې ته مخه کړه، صدام ځکه جګړه وبایلله چې له امریکا سره مخامخ جګړې ته ننوت، او قذافي د ولس سره په جګړه کې ښکېل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ُطاهر

په عراق او لیبیا کی نه غرونه شته چی ځان یی پکی پټ کړای وای او نه هم پاکستان. ملاعمر هم تر آخر ه پوری د مقاومت چیغی وهلی او په نتیجه کی په زرګونو طالبان اسیر او شهیدان شول او یا په بمونو شهیدان شول. خو هسی وروسته هغه کم کسان چی پټ شوی وو او نوی ځوانان را پورته شول او پاکستان هم ورسره مرسته وکړه او غورنو او جغرافیی هم ورسره مرسته وکړه تر څو چریکی جنګ پیل شی او بریالی هم شی. بل دلیل د افغانستان د خلکو کلکه عقیده وه. همدارنګه د مولوی اختر محمد… نور لوستل »

غوربندي

مطمین صاحب

سلامونه مو ومنی،، الله تعالی مو په کابل زمین کې ساتونکی شه،، آمین

وروره د صدام حسین او قذافی رحمهم الله ایډیالوژئ د عروبه/وطنیت/شیوعیزم په باطلو مقکورو ولاړې وې،،، همدا یې د نابودی لامل وو،، باوري یم چې تاسو هم په دې ټکي پوره اګاه یاستی.

بل دا چې د صدام له لوري په کوېټ باندې برید په هر حال کې تیری بلل کېده،، چې د زوال پیلامه یې شوه.

هو صدام او قذافی له کمونست نجیب ګاو سره د پرتلې وړ دي اما له ملاعمر او طالبانو سره د پرتلې وړ نه دي

سلامت خان

مطمئن صاحب سلامونه ومنئ. د افغانستان په اړه مو تحليلونه تر ډيره حده پاخه او پر واقعیتونو ولاړ دي، خو داسې ښکاري چې نه مو د صدام او قذافي افکار، شخصیتونه او نظامونه سم پېژندلي او نه مو د هغو نظامونو په اړه د هغو سیمو د ولسونو انګيرنې درک کړې دي. هغوئ په خپلو ولسونو داسې ظالمانه حکمراني کړې وه چې د امريا او اروپا پر ځای خپله ابلیس هم خلکو ته ویلي وای چې لدې نظامونو مو خلاصووم نو خلکو به یې خبره منلې وای. او افغانستان سره د مقایسې وړ ځکه نه ده چې دلته خلکو یو… نور لوستل »

دوکتور غروال

داد تاسو بابولانی دی ، طالبانو په کومندو سره امریکا ته صحنه خوشی کړه او وروسته د ضرورت په وخت کښی ئي د پنجابی پاکستان په وسیله بیا رامینځ ته کړل او اوس غوښتل کیږی چی ددوی صادقانه خدمت مقابل کښي د کابل قاتلانو او چورکونکیو سره متحد کړی ، دی طالبانو دی پلانیز زهرناک عمل ته باید د ګوریلا جنګ نام ورنکړۍ شی داسی دروغ په افغانیت او اسلام کښی غیر له قاتلو غلامو کمونستانو له خوا د افغانستان تاریخ کښي ډیر کم لیدل شوی دی ، افسوس چی پدی ټولو خرڅ شوو د افغان ملت قاتلانو باندی دافغان… نور لوستل »

غوربندی

عزتمند ډاکټر غره وال صاحب
زه ستا په لوري و نه پوهېدم،، اخر د تاسو په نظر افغانستان کې نسبتا صالح خلک چې خلک پسې امیدونه وتړي څوک دي؟

ما ته خو طالبان په نسبي توګه وړ او اهل خلک بریښي او د افغانستان د نجات سترګې دوی ته اوړيدلای شي.

هیله ده دا حقیقت تاسو هم درک کړی وي.

دوکتور غروال

محترم غوربندی صاحب ، ګمان نه کوم چی تاسی به رضایت ښکاره کړۍ که د تاسو تخلص د غوربندی په عوض غوره بندی نوشته شی ! غوربندی صاحب صالح خلک غیرتی او په خپلی خاوری ، مذهب او کلتور مین ملت دی چی په خپل تاریخ کښي د ځانو په قیمت د یرغلګرو مقابل کښی په کراتو خپل تاریخ کښي دا ښودلی دی او دی غیرتی ملت وروسته د بریالتوب څخه ئي حکومتداری کول باسواده اشخاصو ته خوشی کړی اما نن ورځ برعکس بی سواده تربیه شوی عناصر سره د خرڅ شوو تربیه شوو کمونستانو اودیموکراتانو د شورویانو، انګلیس او… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

مطمئن وروره! لومړی سلامونه او نیکی هیلې. دوهم دا چې ، د افغانستان جګړه د جهاد او ټینګ ايمان په وسیله ګټل شوی. او دا هغه څه دې چې نه صدام او پوځ ئې او نه معمرالقزافې اوپوځ ئې په دي سمبال وو. د دواړو مشرانو مزاج سیکولر او له دین نه په لری واټن کښې پراته وو . د پوځ او پيسو له پلوه دواړه ډير غښتلی وو. حال دا چې ملا محمد عمر(مجاهد) رحمه الله او د هغه مجاهدینو (اسلامې امارت) ته د دوه جګړو یعنی د روسانو او بیا د شر او فساد خلاف ، یو وران… نور لوستل »

غ.حضرت

مطمئن صاحب باید دا ټکئ ومنی چی:
د صدام او قذافی او…. سناریو د کرکټ لوبه نه ده چی هر آماتور او شوقی ئې د تحلیل توان ولری.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx