نړۍ

د شيخ سلمان عوده زوی: پلار مې د سعودي په زندان کې له تدريجي مرګ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د سعودي د ستر دعوتګر عالم شيخ سلمان العوده زوی عبدالله عوده ويلي، چې پلار يې د پلازمېنې رياض په زندان کې له سختو ستونزو او تدريجي مرګ سره مخ دی.

عبدالله عوده دا څرګندونې په خپل ټويټر پيغام کې کړي دي.

نوموړي څو ورځې وړاندې هم ويلي و، چې پلار يې په زندان کې نيم بدن، نظر او د اورېدو ځواک له لاسه ورکړی دی.

عبدالله عوده پر اسلامي نړۍ غږ کړی، چې پلار يې په زندان کې له تدريجي وژنې سره مخ دی.

نوموړي زياته کړې، چې په دې وروستيو مياشتو کې يې د پلار وضعيت مخ پر خرابېدو دی او حکومت د هغه د روغتيا په اړه قصدا ډېره بې پروايي کوي.

عبدالله عوده خبرداری ورکړی، که د ده پلار ته هر څه ورپېښ شول، مسؤوليت به يې د حکومت پر غاړه وي.

د سعودي حکومت په ۲۰۱۷ کال کې د شيخ سلمان العوده، شيخ عوض القرني او شيخ علي عمري په شمول ګڼ شمېر علماء د ترهګرۍ او حکومت ضد فکر لرلو په تور زندانيان کړي دي.

سلمان عوده ته نږدې سرچينې وايي، د سعودي حکومت له هغه غوښتي، چې په ټولو چارو کې په څرګنده د حکومت د دريځونو ملاتړ وکړي.

نوموړی درې کاله وړانډې هغه مهال ونيول شو، چې د سعودي او قطر ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي پر مهال يې د مسلمانانو ترمنځ د يووالي دعا کړې وه، خو حکومت ترې غوښتنه کوي، چې د قطر پر ضد د سعودي ملاتړ وکړي.

ډېری اسلامي مؤسساتو او شخصيتونو له سعودي حکومت څخه د سلمان عوده او نورو علماوو د خلاصون غوښتنه کړې، خو تر اوسه حکومت په دې اړه د هو او نه ځواب نه دی ویلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx