ځانګړي راپورونه

د ژورنالېستانو او مدني فعالانو د وژنو تر شا د چا لاس دی؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پلازمېنې کابل سربېره د هېواد په ځينو برخو کې د ژورنالېستانو او مدني فعالانو مرموزې وژنې او ترورونه زيات شوي، خو هېڅوک د دغو بریدونو پړه مني.

د کابل حکومت لومړی مرستيال امرالله صالح او د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي، د دغو بریدونو پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبانو تل دغه ډول تورونه رد کړي او د دغو بریدونو او وژنو پړه پر حکومتي کړيو اچوي.

د دې بریدونو تر شا د چا لاس کېدای شي؛ د حکومت او که د طالبانو؟

په پلازمېنې کابل او لرې پرتو سيمو کې ګڼ شمېر ژورناليستانو او فعالانو له تېرو شلو کلونو راهيسې د طالبانو پر خلاف په برېښنايي او ټولنيزو رسنيو کې تبليغات کول، خو کله داسې نه دي شوي، چې طالبانو دې کوم خبريال او يا هم مدني فعال په نښه کړی وي.

طالبانو نږدې دوه کاله مخکې په کندهار کې د زبیر افغان په نوم د کندهار ولايتي ادارې د مطبوعاتي دفتر د کارمند زبیر افغان د وژنې مسؤوليت منلی و او لامل يې د هغه اسلام ضد او مذهب ضد افکارو خپرول یاد کړي وو.

همدارنګه طالبانو وړم کال پر طلوع او يک تلويزونونو د بریدونو پلان کولو خبر ورکړی و او په کابل ښار کې يې د طلوع نيوز پر کارمندانو د برید پړه منلې وه.

طالبانو د دې برید لامل د طلوع له لوري د افغان کلتور خلاف خپرونې بللې وې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ازادۍ راډيو سره د خبرو پر مهال ويلي و، چې د قطر سياسي دفتر کې له طلوع او يک تلويزونو سره ستونزه حل شوې او اوس ورسره کوم جنجال نه لري.

ښاغلي مجاهد ويلي، له تېرو شلو کلونو راهيسې په سختو حالاتو کې يې له ژورنالېستانو سره ښه تعامل کړی او هېڅ ډول ستونزه يې ورسره نه ده راغلې.

دوه مياشتې مخکې په هلمند ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي و وژل شو او حکومت يې پړه پر طالبانو اچولې، خو طالبانو د حکومت دا تورونه رد کړي دي.

دوه مياشتې مخکې په هلمند ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي و وژل شو او حکومت يې پړه پر طالبانو اچولې، خو طالبانو د حکومت دا تورونه رد کړي دي.

الياس داعي له تېرو څو کلونو راهيسې له هلمند ولايت څخه د ازادۍ راډيو لپاره راپورونه خپرول، خو طالبانو هېڅکله کوم ګواښ نه و ورته کړی، په داسې حال کې ستونزې به وې او ګڼ راپورونه يې د طالبانو پر ضد و.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په دې وروستيو کې له الياس  داعي سره هوکړې ته رسېدلي وو او په ازادۍ راډيو کې د هلمند جګړې په اړه د داعي وروستي رپوټونه د حکومتي ادعاوو خلاف وو او ښايي همدا لامل وي، چې الياس داعي د حکومت له لوري وژل شوی وي.

امرالله صالح ويلي، طالبانو پر حکومت د فشار واردولو په موخه د ژورناليستانو او مدني فعالانو وژنې پيل کړي، خو ذبیح الله مجاهد دا تورونه هم رد کړي او وايي، چې حکومت له پخوا د دوی تر نظامي فشار لاندې دی او طالبان اړتيا نه لري، چې د ژورنالېستانو او مدني فعالانو په وژنه حکومت تر فشار لاندې راولي.

يوه کابل مېشتي ژورنالېست د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکی اسيا ته ويلي، چې د ملي امنيت رياست يو ځانګړی يونټ فعال کړی، تر څو هغه نظرپوهان او خبريالان په نښه کړي، چې په رسنيو کې د حکومت پر خلاف څرګندونې کوي.

په دغو مرموزو وژنو کې تر ډېره وژل شوي خلک څوک دي؟

تېر کال په کابل ښار کې د چارو کارپوه او د سولې چارو فعال وحيد مژده جومات ته پر لاره و، چې د ناڅرګندو بریدګرو له لوري و وژل شو.

وحيد مژده د سولې فعال او په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د شتون مخالف و او تل به يې په رسنيو کې داسې څرګندونې کولې، چې د حکومت په طبيعت برابرې نه وې او ډېری حکومت پلوو فعالانو د طالبانو په پلوۍ تورناو.

تېر کال په کابل ښار کې د چارو کارپوه او د سولې چارو فعال وحيد مژده جومات ته پر لاره و، چې د ناڅرګندو بریدګرو له لوري و وژل شو.

همدارنګه نږدې دوه مياشتې مخکې په هلمند کې د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي په مرموزه چاودنه کې ووژل شو، خو داسې ګومان کيږي، چې نوموړی د خپلو وروستيو رپوټونو له امله وژل شوی، چې تر ډېره د حکومت له مطبوعاتي خپرونو سره برابر نه و.

په ننګرهار کې د انعکاس راډيو تلويزون ويانده ملاله ميوند، يوه  ورځ له يوه امنيتي چارواکي د روانو وژنو او چاودنو په اړه پوښتنه کوي او په سبا يې په جلال اباد ښار کې وژل کيږي.

د اريانا تلويزون وياند فردين اميني په خپلو وروستيو پروګروامونو حکومتي طرحې ننګولې، هغه يې جعلي بللې، چې بالاخره په مرموز ډول ووژل شو.

د انعکاس راډيو تلويزون ويانده ملاله ميوند

د کابل پوليسو ويلي و، چې اميني ځانوژنه کړې، خو د هغه کورنۍ او همکارانو ويلي، چې اميني هېڅ رواني او کورنۍ ستونزه نه درلوده او تور يې پورې کړی، چې نوموړی د حکومتي کړيو له لوري وژل شوی دی.

د هغه کورنۍ او همکارانو ويلي، چې د فردين اميني د وژنې قضيه دې په رښتينې توګه وڅېړل شي.

عصمت قانع د سياسي چارو کابل مېشتی کارپوه دی، چې تل په تلويزوني بحثونو او ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو پر خلاف څرګندونې کوي، خو وړم کال يې، چې زوی په غزني کې نيول شوی و، ده د خپل زوی په اړه طالب مشرانو سره اړيکه نيولې وه او طالبانو ده ته په درناوي خوشې کړی و او ښاغلي قانع هم له طالبانو مننه کړې وه، چې د ده غوښتنه ومنله.

خو ښاغلي قانع وړمه ورځ په خپله فیسبوک پاڼه ليکلي و، چې کابل ورته امن نه دی او غواړي، کندهار ته ولاړ شي او د څه مودې لپاره هلته ژوند وکړي.

د ملي امنيت رياست پخوانی وياند او همدارنګه د لغمان پخواني والي جنرال لطف الله مشعل هم وړمه ورځ ليکلي و، چې د امنيتي ستونزو له امله کابل ښار پرېږدي او د نامعلومې مودې لپاره د هېواد جنوبي سيمو ته ځي.

د عزيز هوتک په نوم د ژوندون تلويزون خبريال هم ويلي، چې پر حکومت د نيوکو له امله ورته د کورنۍ غړي او ملګري د احتياط کولو توصیه کوي.

د چارو څارونکي وايي، حکومت د سولې له روانې پروسې نهيلی دی او پایلې يې په خپله ګټه نه بولي او په ډېرو ډګرونو کې هڅه کوي، چې دا پروسه له ننګونو او کړاوونو سره مخ کړي.

داسې ګومان هم کيږي، چې د سولې خبرو په دې حساس پړاو کې د حکومت مخالفو او سوله‌ خوښو ژورنالېستانو او کارپوهانو د ترور عاملين تر ډېره هغه کړۍ دي، چې دي، په ښکاره د سولې روان بهیر پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي او نه غواړي، چې دا جګړه پای ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x