افغانستان

د دولتي عسکرو په بریدونو کې تیره میاشت ۱۱۴ ملکي وګړي «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، د تیرې یوې میاشتې په جریان کې د دولتي عسکرو لخوا په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۱۴ ملکیان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د ملکي تلفاتو د اونیز راپور په ترڅ کې چې نن د پنجشنبې په ورځ د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوی، دولتي عسکر د هېواد په مختلفو ولایاتو کې پر ملکي اهدافو د ۱۱۱ قصدي بریدونو په کولو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰۷ ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو عاملین بلل شوي دي.

په راپور کې داسې ویل شوي: « دا په داسې حال کې ده چې په تیره یوه میاشت کې په ټول هیواد کې د دښمن لخوا په ملکي خلکو ۱۱۰ ځله قصدي بریدونه او بمبارونه شوي چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ ۱۱۴ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي، ۹۳ تنه نور ټپيان دي، په دا ساړه ژمي کې ۶۵ کورونه ویجاړ شوي، د ملکي خلکو ۷ عرادې وساطې له منځه وړل شوې، ۲ بابه مسجدونه، ۱ باب مدرسه او ۲ بابه کلینیکونه هم تخریب شوي دي.»

مجاهد دغه راز د تیرې اونۍ په جریان کې د دولتي عسکرو لخوا د هېواد په ۱۳ ولایاتو کې د ملکي اهدافو په نښه کولو له امله د ۱۷ ملکي وګړو د «شهادت» او لسو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د راپور په پای کې طالبانو د دولتي عسکرو لخوا دملکي اهدافو په نښه کول په کلکه غندلي او له نړیوالو بشري او حقوقي ادارو یې غږ کړی چې ددغو بریدونو په غندلو سره د یادو «وحشي» بریدونو مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا په ملکي وګړو او عامه تأسیساتو هوايي او توپچي بریدونو زور اخیستی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x