افغانستان

میدان وردګو کې د مرګ قطعې د یو قومندان په ګډون ۲۵ کمانډو عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د مرګ قطعې د قومندان شاکر انداربي په ګډون کمانډو ځواک ۲۵ عسکر وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې ملګرو یې تیره شپه د جلریز ولسوالۍ په مختلفو برخو کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتي قوې په داسې مهال بریدونه ترسره کړي، چې سیمې ته د طالبانو پرضد د عملیاتو لپاره ورغلي وو.

د مجاهد په خبره په دغو نښتو کې د قومندان شاکر انداربي او قومندان عبدالجبار په ګډون ۲۵ کمانډو عسکر وژل شوي او لس تنه نور ژوبل شوي دي.

«په عملیاتو کې د۳ قومندانانو(شاکر اندرابی، عبدالجبار او یو بل قومندان) په ګډون ۲۵ تنه کمانډوعسکر قتل،۱۰ نور ژوبل شول او ۵ ټانګونه یې له منځه لاړل.»

د میدان ولایتي چارواکو او دفاع وزارت تراوسه ددې نښتې او په ترڅ کې یې د وژل شوو کمانډو عسکرو د شمېر او څرنګوالي په هکله غبرګون ښودلی نه دی.

په ورته مهال یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په وژل شوو کمانډو عسکرو کې د مرګ د قطعې قومندان شاکر انداربي هم شامل دی.

باید وویل شي چې دوه اونۍ وړاندې هم د میدان وردګو ولایت مرکز، نرخ او جلریز ولسوالیو کې د دولتي عسکرو ۷۰ موټریز کاروان طالبانو محاصره کړی ؤ، چې درې ورځو او څلورو شپو نښتو په ترڅ کې د ۳۵ کمانډو عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

الحمدلله

طوطی

غوربندیه: ته الله ته ور دګ نلری؟ مسلمان باید د هیچا پر وژلو خوښی سرګنده نکړی. د افغانانو پر وژلو باندی الحمد الله وای یی ##. د سولی یوه لاره چاره کی فکر وکړه اوس وخت د جهاد ندی په هیڅ کتاب سره. تر پرونه مو د اشغال خبری کولی اوس د قدرت لپاره جنګ کوی نوم پری د جهاد ژدي. ##. ته ماته یو حدیث را وښیه چی رسول الله (ص) د کافرو پر وژلو الحمد الله ویلی وي؟ ت#ه.

غوربندی

طوطی صاحب څوک چې ستا پر کور په نیمه ښپه له اجازې پرته په زور او ظلم چاپه وهي او وژني مو ، مرګ یې داسې درته جایز دی لکه د لیوني سپي،،، ولو که دا چاپه ماران حاجی صاحبان وي او یا د مسلمانو میندو اولادونه وي. د کاله پر حریم هیڅوک د برید حق نلري. د مرګ قطعه لکه له نوم څخه یې چې ښکاري د وحشي څناورو څخه جوړه یوه قطعه ده چې د پیسو په مقابل کې انسانان وژني. هیله ده زما دا تبصره ستاسو ویده ضمیر یو څه وتخڼوي او لدې وروسته له دوه مخی… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

الحمدالله . الله دی نور هم په کښې سرونه ووهل شې.

طوطی

بیغمه اوسه انشاءالله ستا سر به هم یوه ورځ ووهل شی. یو مسلمان باید د هیچا له وژلو خوښی سرګنده نکړی ولو کی یی دښمن هم وی. د افغانانو د وژلو تړون مو له کافرو سره وکړل. پاکستان کی پراته یی افتخار هم کوی. تر پرونه خبره د اشغال وه اوس د قدرت تر لاسه کول. د پاکستان غیر رسمی ملیشی راځی افغانستان کی جهاد کوی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x