افغانستان

طالبانو په میدان وردګو کې هغه لیسه بیا ورغوله چې دولتي عسکرو ویجاړه کړې وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې طالبانو هغه لیسه بیا رغولې ده، چې دولتي عسکرو په هوايي او توپچي بریدونو کې زیانمنه شوې وه.

دغه لیسه چې د نرخ ولسوالۍ په «اسماعیل خیلو» سیمه کې موقعیت لري، ۱۲ ټولګيو کې یې شاوخوا ۱۵۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې اوس په ژمنیو رخصتیو تللي دي.

ددې لیسې یو شمېر درسي خونې په تیرو کلونو کې څو ځله د اربکیانو او نورو دولتي عسکرو لخوا په هاوانونو او شپنیو چاپو کې ویجاړې شوې وې او زده کوونکي یې له ګڼو سره ستونزو سره لاس او ګریوان وو، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون مسئولینو او ځايي خلکو په همکارۍ یې د ترمیم چارې پیل شوې.

د طالبانو د رسمي ویب پاڼې الاماره د خبر په اساس ددې لیسې د ترمیم لګښت ۸ لکه افغانۍ راغلی او چارې یې بشپړې شوې دي.

د سیمې خلکو د طالبانو ددې کار له امله خوښي څرګنده کړې او له حکومتي عسکرو یې غوښته کړې چې د طالبانو په څیر د ښوونځیو او عامه تأسیساتو د ویجاړولو پرځای د هغو ساتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې په ملکي اهدافو او عامه تأسیساتو توپچي او هوايي بریدونه زیات کړي، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان دی هغه سړکونه چی په تراکتور دوی واړول هغه دی بیرته ورغوی، یو وار دې طالبان د کابل کندهار سړک ته وګوری بیا دی په میدان وردګو کی د مکتب بیا رغونه وکړی. دوی خپل قر په ټر پتول غواړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx