افغانستان

 پروان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۱۴ تنه ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل ـ پروان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ټپيان شوي دي.

دا پېښه تیر ماښام د کابل پروان پر لویه لاره د بګرام ولسوالۍ په رباط کلي کې د یو مرسیډیز او سراچه ډوله موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د پروان د ترافیکو مدیر محمدرضا بیات رسنیو ته ویلي، یو مرسیډیز موټر چې له پروان کابل ته روان ؤ، له بل سراچه ډول موټر سره چې له کابله پروان ته روان ؤ ټکر کړی دی.

نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د پروان د ملکي روغتون مشر ډاکټر عبدالخلیل حیدري رسنیو ته ویلي، چې د پېښې له ځایه ورته د اوو میرمنو، دوه نارینه وو او درې ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان ور انتقال شوي، چې له دغې ډلې ۶ تنه یې له لومړنۍ درملنې وروسته بیرته رخصت شوي دي.

له جګړې وروسته ترافیکي پېښې تر ټولو لوی ناورین دی، چې افغانستان کې خلک وررسره مخ دي او کابو هره ورځ یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړوي.

پرون ماښام د کابل ـ جلال آباد پر لویه لاره د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳ تنه مړه او ۶ نور ټپیان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx