افغانستانسولې اړوند خبرونه

پخلاینې شورا: کابل مذاکراتي ټيم دې په راتلونکي پړاو مذاکراتو کې له طالبانو سره یوې پایلې ته ورسېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شوار مرستیال «حاجي عزیزالله دین محمد» وايي، د پخلاینې عالي شورا رهبرۍ مذاکراتي ټيم ته مشوره ورکړې چې په راتلونکي دور مذاکراتو کې له طالبانو سره یوې پایلې ته ورسېږي.

د بین الافغاني مذاکراتو ټيمونو د اجنډا په اړه تر لومړنیو بحثونو وروسته درې اوونۍ وقفه اخیستې او تمه ده یوه اوونۍ وروسته بیا ځلې د خبرو مېز ته کښېني.

د پخلاینې عالي شورا مرستیال وایي، خبرې به په ټاکلې موده پیل شي او پر مذاکراتي ټيم باندې ټینګار شوی چې له طالبانو سره یوې پایلې ته ورسېږي.

دده په خبره « د هغې هوکړې پر بنسټ چې د مذاکره کوونکي پلاوي او د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ ترمنځ شوې، پر دې پرېکړه وشوه چې زموږ پلاوی به په ټاکل شوې نېټه قطر ته ځي. د رهبرۍ شورا مشوره دا وه چې پلاوی به کوښښ کوي، څو یوې پایلې ته ورسېږي.»

ورته مهال د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم د خلګو او مذاکراتي ټيم تر منځ د سلا مشورو خبر ورکوي او وایي، چې په ټاکلې نېټه مذاکراتو ته چمتو دي.

بل لور ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر نعیم» ازادي راډیو ته ویلي، چې د شوې هوکړې له مخې به په خپل وخت د سولې خبرې بیا پیل شي.

که څه هم تر دې دمه د دوهم دور مذاکراتو په دوران کې مطرح کېدونکي موضوعات له رسنیو سره نه دي شریک شوي؛ خو داسې ګومان کېږي چې دوهم پړاو خبرې به ښايي قاطع وي او په دوران کې به یې پر مهمو موضوعاتو بحثونه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یوی پالې ته به ورسی پدی شرط چی پاکستانیان ورسره ښه وکړی. طالبان خو هغه ده ټولی دنیا یی اوس پیژنی چی د پاکستان غیر رسمی ملیشه ده کورونه یی هلته دی، مریضان یی هلته تداوی کیږی او ترننګ او تربیه هلته ورته ورکول کیږی. پخوا خو پاکستان لدی څخه اینکار کاوه خو اوس هر څه ملا صیب برادر ټولو ته روښانه کړل و مستند فلم یی دنیا په لاس کی ورکړ چی طالبان چرته روزل کیږی او چیری یی تداوی کیږی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx