د ختيځو او لويديځو اوښکو د قيمت توپیر

څو جرمني ګولونو د برازيلي انجونو ژړا د نړۍ هر ګوټ ته ورسوله،په هرتلویزون؛ هره ورځپاڼه او هره ويب پاڼه د برازيلی انجونو د سرو او نمجنو سترګو انځورونه خپاره شول،خو پر غزه د اسرايلو د درنو بمونو په باران کې د سلګونو فلسطيني میندو، خويندو او پلرونو ژړا د هيچا لپاره هم د ليدو او اوريدو نه ده،لکه همدغه وګړي چې همدې ژړا ته پیدا وي او همدغه يې په نړيواله پريکړه برخليک ټآکلی شوی وي،نن مي چې پر انترنيت هر ځاي په هره ويبپاڼه له ژړا ډکې سترګې ليدلې پدي تلوسه مي کليک ورکاوه چې ښايي د غزې د بمبار کوم راپور به وي، خو هر ځای د همدغو قیمتي سترګو قيمتي ژړا وه،چې لامل يې د فوټبال په نړيواله سیالۍ کې يوڅو جرمني ګولونه وو،نه يې ورور په بمبار کې په وينو سور ليدلی و،نه يې د خاوند، زوي او يا پلار مړي د نړيدليو ودانيو تر خاورو او خزلو لاندي موندلی و!
همدغه د لويديځ او ختيځ د برخليک ترمينځ توپير دي او د دواړو ژړاګانو د قیمت او ارزښت ترمينځ همدومره واټن دی.
دروژې مياشت ده، د مسلمانانو د عبادت او مرحمت موسم دی، خو هر ځای په مسلمانانو د نړۍ خورو او انسان دشمنو بلاګانو خولې خلاصي،يوځای د امریکا او ناټو د خوښۍ لپاره او د ډالري مرستوپه بدل کې د وزيرستان ماشومان او تورسري د هجرت په ديار پسي لالهانده ګرځي،پر سرو لمرونو کي د سر سيوری لټوي او هغه پنحابيان او سندیان چې پرون يې ورته خان صاحب خان صاحب  ويل، نن  همدغه خان د خپلې وني ترسيوري لاندي  هم نه پریږدي ،د سند او پنجاب لارې يې ورباندي تړلي دي، وای دا به بيا زموږ کلتور را خراب کړي  (بیابه ددوی له شرمه هم په اوداسه کې ګرځو)
بل خوا د۳ اسرايلي ځوانانو د وژنې قيمت دومره لوړ دی،چې پوره يو ملت ته پرې سزا ورکول کيږي،د روژه ماتي او پشلمي پر ځاي د غزي د مسلمانو پر غولو د وینو فواري رواني دي، هغوی د خپلو مړو له تکفين او تجهيزه ژړا ته هم وخت نلري، هسي هم مغرورې نړۍ ته د فلسطینيانو ژړا کوم قيمت او ارزښت نلري، بلکې اوس ورسره د نورې نړۍ په څير مسلمان واکمن هم عادي شوي دي،عربي خليجي شیخان چې ځيني يې ښايي روژې ساتي او ډیر يې دا وخت د فرانسې او نورو اروپايې هيوادونو پر سواحلو له روژه خوړلو نه خوند اخلي، د غزې پر روانو وينو باک هم نه راوړي، بلکې دا ورته يوه عادي سلسله ښکاري،نو څوک به اوس  د غزي د مظلومو اوښکو او فريادونو انځور وباسي،څوک به دیتيمو او زخمي ماشومانو چيغې واوري!؟

آه  ..هيڅوک هم نشته!
تير کال همدغه ورځې د مصريانو د حشر ورځې وی، چې لا ترواسه روانې دي؛
د”رابعة العدويه” ميدان له لکونو مصريانو ډک و،بره پرې چورلکې ګرځيدي او تر ميدان شاوخوا زغروالې شوبلې د مرګونو او ګذارونو په نيت ځای پرځای شوې وې، په لارو کوڅوکې دپولیسو اوپوځي قطعاتولخوا پرخلګوهدفي پیرونه کیدل اوهره شيبه يوه جنازه په اوښکو او فريادونو سره بدرګه کيدله،اسرايلو او امريکا پرې خوښي څرګندوله،عربي شیخانو د دغو مظلومانو قاتل ته دانعام په دود ميلياردونه ډالر مرستې اعلانولې، دغو مسلمانانو نه کوم اسرایلي عسکر وژلي و،نه يې وسله پورته کړې وه او نه يې په زور واکمنی غوښته،بلکې د همدغه هيواد د قانون په چوکاټ کې يې ديوه قانونی دولت دبقا لپاره سوليزاحتجاج کاوه،خوڅه ورسره وشول؟
د روژې په وروستۍ عشره کې درابعة العدويه ميدان ته اور واچول شو،د لس زرو شاوخوا ځوانان، پیغلې، ماشومان او بوډاګان قتل او زخمیان شول،پاتې يې څوک ژوندي لا درکه شول او پر چا زندانونه ډک شول،پتمنې مسلماني ميرمني دعسکري قطعاتو لخوا بې پته شوې،پر سلګونو مسلمانو مشرانو د اعدام پريکړه وشوه،خو نړۍ همداسي بي تفاوته پاتي شوه ،نه کوم دبشردوستي دعوه کوونکي هیواد پر مصری ديکتاتور د ټولوژني تور پوري کړ؛نه دهاګ په محکمه کې مطلوب وګرځيد او نه پرې اقتصادي بنديز ولګيد،ها داورپايي ټولنې استازې “کاشترین” هم بياچا ونه لیده!
که مصري اسلامپالو په مخامخ جګړه کې همدومره کشران اومشران قرباني کړي وای نونن به يې مصرکه ټول نه وای نيم خوبه يې په واک کې واي،نړيوال دښمنان يې اوس هم نه پريږدي،هغه وخت به يې هم مخالفت ورسره کولای!خوهغه دچا خبره ده دخپلواکي اوحاکميت يوه شيبه ژوند دغلامۍ ترسله کاله ژوندبهتردی.
نن د مصر په زندانو کې د مسلمانانو تورسرو اوښکې او فرياد انځورول يوجرم دی،چې له امله يې د”الجزيره” عربي ژبي تلویزون خبریالان په کلونوبند محکوم شول، هغوي هم اوس پوهيږي چې زموږ اوښکې او ژړا جرم دی،قيمت يې سزا ده،دغه ډول اوښکې اوفرياد دلويديځ په تعريف شوې بشر دوستي کې ځای نلري،زموږ دبې پلاره ،بې موره او بې وروره خویندو ژړا او فرياد د برازيلي انجونو د نمجنو سترګو قيمت نلري،چې لامل يې يوازي په لوبه کې  د طبعيت خلاف کار و
چې همدغه د لويديځو اوختيځو  اوښکو د قیمت او ارزښت ترمینځ ښه توپیر په ډاګه کوي.

خپلواک جرس

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د