شعـــــرونه

تندی مې لګؤلی پۀ سجده ده الهي!/ درمان

منصور درمان

تندی مې لګولی پۀ سجده ده الهي!
استغفرالله تاته مې توبه ده الهي!

اقرار او تصدیق ستا پۀ خواږۀ نوم باندې کومه
داستا پۀ وحدانیت مې عقیده ده الهي!

لتا نه غیر لائق او مستحق د ثنا نشته
پۀ زړۀ مې لیک همدغه کلمه ده الهي!

که څومره ګناهګار یم خو بیا هم ستا رحمتوته
زما هیله تمنا او زما اسره ده الهي!

توفیق د اطاعت غواړم له تانه ذوالجلاله!
پۀ زړۀ مې د عصیان بله لمبه ده الهي!

څپو د رحمتو ته دې زما عصیان هېڅ ندی
د عفوې او غفران مې تلوسه ده الهي!

منصور درمان دا ستا د رحمت تږی یم خاونده!
د نیکو عملو ډیوه مې مړه ده الهي!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x