افغانستان

«دولتي ځواکونه د ۷۱ سلنه ملکي تلفاتو مسئولین دي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخینوي د کمیسیون موندنې ښيي، چې په تېر یوه کال کې یوه ستره برخه ملکي تلفات د دولتي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو بریدونو او چاپو له امله رامنځته شوي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د ملکي تلفاتو اړوند خپاره شوي کلني راپور کې راغلي، چې د۲۰۲۰ کال دجنوري څخه د دسمبر میاشتې تر ۱۶مې نېټي پورې په ۳۴ ولايتونو کې د ملکي تلفاتو ( ۱۸۳۴ )  پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې ۱۶۵  د امریکايي او ناټو ځواکونو په هوايي بمبارونو او چاپو کې او ( ۱۳۰۷ ) نور واقعات د کابل حکومت د عسکرو  لخوا پيښ شوي دي.

راپور کې وړاندې راغلي، چې  د پورته یاد شوي شمېر پېښو له امله (۳۷۰۳) هېوادوالوته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ( ۱۷۸۷) مړه  او ( ۱۹۱۶ ) نور  ټپيان دي .

د طالبانو له لوري د خپاره شوي راپور پر بنسټ، په تېرو دوولسو میاشتو کې د ملکي تلفاتو د رامنځته شویو پېښو د ۷۱ سلنه مسئولیت د کابل حکومت د عسکرو او ۹ سلنه یې د امریکایي او ناټو ځواکونو پر غاړه دی.

په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې  په هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملکي تلفاتو د مخینوي د کمیسیون کلنی راپور:

حکومت او بهرنیو ځواکونو که څه هم ددې راپور په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» ویلي و، چې د حکومت له لوري د رامنځته کېدونکو ولسي تلفاتو په شمېرو کې زیاتوالی راغلی او د حکومتي ځواکونو ړندې بمبارۍ او توغندیز بریدونه ددې لامل شوي چې د ولسي مرګ ژوبلې ګراف لوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx