شعـــــرونه

څکلي مې خواږه دا ستا د مينې دي رسوله/ګربز

مستغفر ګربز

څکلي مې خواږه دا ستا د مينې دي رسوله
تيارې شپې مې له دغې وجې سپينې دي رسوله

پرمات وجود مې دغه دی ثبوت درته راوړی
پرتې مې پر صفحې د عشق وينې دي رسوله

پيدا به نه کړم چېرې خاورې ستا د قدمونو
د تورو سترګو رنځ ته مې اړينې دي رسوله

کوم چا دې چې خبرو ته جامه د عمل ورکړه
حصې د هغه چا د بخت حسينې دي رسوله

بغير د ستا له ياده د ګربز مستغفر هيلې
ولاړې په درشل باندې د مړينې دي رسوله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x