افغانستان

د دریو معلولو عسکرو مور: که مې غږ وانه ورېدل شي؛ د ارګ مخې ته ځان سوځوم/ويډيو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): درې تنه عسکر چې د حکومت په ننګه له طالبانو سره په جګړه کې معلول شوي او د وجود غړي يې له لاسه ورکړي؛ مور یې وایي، تر دې دمه هیچا مرسته نه ده ورسره کړې او که چېرې یې اوس هم غږ وانه ورېدل شي، د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته به ځان وسوځوي.

دغه مېرمن چې «ملکه» نومېږي وایي، له طالبانو سره په جګړه کې يې د یوه زوی لاس غوڅ شوی، د بل یې پښه غوڅه ده او دریم یې یوه سترګه له لاسه ورکړې؛ خو دولت یې حالت ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې او حتی دې ته نه دي حاضر شوي چې درملنه یې وکړي.

ملکه چې اوس له کندوز څخه د مرستې ترلاسه کولو په پار کابل ته راغلې وایي، کله چې يې زوی ټپي شو؛ خپله یې روغتون ته ورساوه؛ مګر چارواکو یې د درملنې لپاره مرسته ورسره ونکړه او دا اړه شوه چې په خپلو پیسو دارو درمل ورته وپېري.

نوموړې پر اشرف غني غږ کوي چې یا دې هیواد ته ثبات راوړي او یا دې هم له دې وطنه ووځي؛ او ددې تر څنګ یې ګواښ دادی، که چېرې یې غږ وانه ورېدل شي،  د ارګ مخې ته به ځان وسوځوي.

ملکه چې د خپلو زامنو انځورونه یې هم له ځانه سره راوړي وایي، کله چې خپل ټپي شوي زامن ګوري، «اعصاب» يې کار پرېږدي.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې د دولتي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو او ټپي شویو عسکرو د کورنۍ غړي د حکومت له نه پاملرنې شکایت کوي، تر دې وړاندې هم په بیا، بیا حکومتي چارواکي تورن شوي، چې نه یوازې په جګړه کې د وژل شویو او ټپي شویو عسکرو له کورنیو سره مرسته نه کوي؛ بلکې کله چې د هغوی د کورنیو مېرمنې د مرستې په تمه ورځي؛ چارواکي جنسي غوښتنې ترې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

همداسی د طالبانو میندی هم شته چی حال یی تر دی ښځی بدتره ده. دی ته خو حکومت یو څه ورکوی وایه د طالبانو په میندو چی کونډی شی بیا######. په اصل کی دواړه زمونږه او ستاسو خلک دی او ولی باید بوری او کونډی شی. که طالب وژل کیږی هم افغان دی او که حکومتی کس وژل کس هم افغان دی. ماسوا د هغو طالبانو چی ځانونه افغانان نه بولی کورونه یی په پاکستان کی دی او موظف دی چی صرف افغانان ووژنی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx