افغانستان

میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له کبله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له کبله لږ تر لږه ۶ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا پېښه وړمه ورځ(سه شنبه، ۹ مرغومی) د سیدآباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې د کابل ـ غزني پر لویه لاره هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د انخي درې څخه یو سراچه ډوله موټر لویې لارې ته له وصل کېدو سره جوخت د ۳۰۳ ډوله بس موټر له لوري وهل کیږي.

له سیمې څخه یوې ځايي سرچینې نن ټکي اسیا ته ویلي، چې په دغه پېښه کې د «سراچې» موټر چلوونکي په ګډون ددې موټر څلور تنه سپرلۍ په «شهادت» رسیدلي او دوه تنه نور سخت ټپيان دي.

د سرچینې په خبره د پېښې دواړه ټپیان د کابل علي آباد روغتون ته رسول شوي، چېرته چې ډاکټرانو د یو ټپي حالت نازک ښودلی دی.

له جګړې وروسته ترافیکي پېښې تر ټولو لوی ناورین دی، چې افغانستان کې خلک وررسره مخ دي او کابو هره ورځ یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړوي.

پرون ماښام د کابل ـ جلال آباد پر لویه لاره د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې هم د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳ تنه مړه او ۶ نور ټپیان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx