افغانستان

پروان کې تښتول شوي ۲ ډاکټران بیرته خوشې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ څخه تښتول شوي دوه تنه ډاکټران بیرته خوشې شوې دي.

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمدصادق هاشمي ددې خبر په تایید سره پژواک خبري آژانس ته ویلي، چې دغه دوه تښتول شوي ډاکټران یې نن د پنجشنبې په ورځ مازدیګر د کاپیسا ولایت ولایت مرکز کې د پوځي عملیاتو په مرسته د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د استخباراتي معلوماتو په اساس یې د کاپیسا ولایت مرکز محمودراقي په «شوخي» سیمه کې د تښتوونکو پرضد پوځي عملیات ترسره کړي او ډاکټران یې د هغوی له منګولو ژغورلي دي.

داچې د دغو ډاکټرانو له «اختطاف» څخه د تښتوونکو موخه څه وه، چیرته یې ساتل او د آزادو شوو ډاکټرانو د روغتیايي وضعیت په هکله نوموړي تفصیلات نه دي ورکړي؛ خو دومره یې ویلي چې تښتوونکي د امنیتي ځواکونو له رسېدو وړاندې تښتېدلي وو.

دوه ورځې وړاندې د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ له «سرصیاد» کلي له ایمرجنسي روغتون څخه دوه تنه ډاکټران په مرموز ډول تښتول شوي وو، چې چارواکو یې نن د پنجشنبې په ورځ د بیرته خوشې کېدو خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx