افغانستان

پروان کې یوه ښځه په خپل  کور کې وژل شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې ناپېژاندو مسلحو کسانو یوه میرمن په خپل کور کې وژلې ده.

دا پېښه تیره شپه د جبل السراج ولسوالۍ په محمدخیل کلي کې رامنځته شوې ده.

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمدصادق هاشمي وايي، په دغه پېښه کې د وژل شوې میرمنې یو زوی هم ټپي شوی دی.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې دغه وژنه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې او که بل اړخ لري؛ خو د پروان د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر وايي، پېښه په هر اړخیز ډول څیړي او د عاملینو د نیولو هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx