روغتیا

د روغتیا سرپرست وزیر وایي، استعفا مې نه ده ورکړې ګوښه شوی یم

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني په داسې حال کې د اشرف غني له لوري له دندې ګوښه شوی چې نوموړي د استعفا ورکولو خبر رد کړی دی.

احمد جواد عثماني په یوه ویدیويي پيغام کې چې رسنیو ته یې لیږلی ویلي، د چهارشنبې په ورځ اشرف غني ترې د استعفا غوښتنه کړې خو دی وایي، په داسې حال کې چې ده له وزارته استعفا نه ده کړې د استعفا سند یې د ارګ د چارو ادارې له لورې منظور شوی او ده ته لیږل شوی دی.

په دغه سند کې د روغتیا سرپرست وزیر د لیرې کولو لامل د هغه تر رهبرۍ لاندې ادراه کې د پراخ فساد شتون ښودل شوی دی.

عثماني په دغه ویدیو کې زیاتوي، «ولسمشر غني راڅخه وغوښتل څو له دندې استعفا وکړم خو ما ورته دلیل وړاندې کړ هیڅ ډول قانوني خنډ د کار د دوام پر وړاندې نشته، نن سهار یې بیا راته ایمیل وکړ چې باید له خپلې دندې استعفا وکړم خو ما ونه کړه، نن راته د چارو ادارې له لوري مکتوب ولیږل شو چې د روغتیا وزیر استعفا منل شوې، زما په نظر باید په افغانستان کې حکومتوالي پياوړې شي، دا کاملا یوه سیاسي توطیه ده».

د روغتیا سرپرست وزیر په داسې حال کې له دندې ګوښه کیږي چې څو ورځې وړاندې د روغتیا وزارت څلور کارکوونکي د لویې څارنوالۍ له لوري د بډې اخیستنې په تور نیول شوي دي.

د عثماني په وینا څارنوالۍ له دوی پنځه تنه د څیړنو لپاره غوښتي دي، خو وایي درې تنه د عامې روغتیا وزارت کارکوونکي، یو یې ورور او پنځم یې د روغتیا وزارت کارکوونکی نه دی. هغه په خپله رهبرۍ لګېدلي تورونه رد کړل او دا یې د روغتیا وزارت د سکتور د بدنامۍ هڅه وبلله.

د احمد جواد عثماني ګوښه کېدل له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي، د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور دا کار سپکاوی بللی، نوموړي حکومت ته د دروند ځواب ورکولو ګواښ هم کړی دی.

د روغتیا وزارت نوی سرپرست وزیر به راتلونکې اونۍ اعلان شي، د روغتیا وزارت مرستیاله ویندویې یک تلویزون ته ویلي، اشرف غني په یوه روغتیایي غونډه کې وویل چې د روغتیا وزارت سرپرست وزیر به راتلونکي اونۍ وټاکل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x