
د افغانستان پر وړاندې سیالیو لپاره ایرلینډ لوبډلې عربي اماراتو کې تمرینات پېل کړل
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ایرلینډ کرکټ لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان ملي لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د چمتو والي په موخه د کرونا معایناتو له ازموینو وروسته تمرینات پېل کړل.
ټاکل شوې ده د جنوري په ۱۸مه نېټه د دواړو لوبډلو ترمنځ په عربي اماراتو کې د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز پېل شي. ایرلینډ لوبډلې د یادو سیالیو لپاره تېره میاشت لوبډله اعلان کړې ده.
په دې لړ کې د افغانستان ملي لوبډلې تر دې دمه د یاد سیریز لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې او نه هم لوبغاړو ته لا د عربي اماراتو ویزې صادر شوي دي.
ټاکل شوې وه د افغان ملي لوبډله به د یادو سیالیو په موخه عربي اماراتو کې تمرینات ترسره او له هغې وروسته لوبډله اعلان کړي، خو پرځای ددې ملي لوبډلې په ننګرهار کې تمرینات پېل کړي او لوبډله نه ده اعلان شوې.
د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ د یادو سیالیو سیریز د افغانستان په کوربه توب ترسره کیږي.
👏👏👏 TESTS ALL CLEAR 👏👏👏
The lads head out of their hotel-bound bubble for the first time since arriving in Abu Dhabi.
All training and exercise sessions still follow strict Covid conditions, but being outdoors is the proverbial breath of #FreshAir.
☘️🏏 pic.twitter.com/jSv4zJXfAX
— Cricket Ireland (@cricketireland) December 30, 2020