افغانستان

زابل: دوو نفوذي عسکرو خپل اووه ملګري وژلي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره شپه د زابل ولايت مرکز قلات ته څېرمه د جلدک سيمې په يوه امنيتې پوسته کې دوو نفوذي عسکرو د ملي اردو خپل اووه همکاران وژلي او دوی له يو شمېر وسلو او مهماتو سره د طالبانو ليکو ته رسيدلي دي.

احمدي زياتوي، چې نوموړي دواړه بريدګر د دوی نفوذي ملګري وو، چې په دستوري توګه يې ملي اردو کې ځای پر ځای کړي و، چې تېره شپه نهه بجې يې د خپلې پوستې اووه ملګري و وژل او يو رينجر او يو شمېر سپکو او درنو وسلو سره يې ځان د طالبانو ليکو ته ورساو.

د زابل امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ديادونې وړ ده، چې دې وروستيو کې د طالبانو نفوذي ملګري د ملي اردو او پوليسو په ليکو زیات شوي دي، چې وخت پر وخت پر خپلو همکارانو او بهرنيو عسکرو بريدونه کوي.

وړمه ورځ هم د کندهار ولايت ميوند ولسوالۍ کې هم يو نفوذي عسکر خپل څلور ملګري و وژل او يو شمېر وسلو سره يې ځان د طالبانو ليکو ته ورساو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
vesal

دی عسکر چی کوم خپل ملګری وژلی دی هغه پست بی ننګ ، بی دین او مسلمان نه ؤو ځکه یی خپل ملګری ووژل یهودان هم داسی عمل دخپلو ملګرسره نه ترسره کوی خو تاسی ملا ډوله کافران دومره خدای ګمراه کړی یاست چی دلته په کابل کی شمالی تلوالی دپنجایان په نوم ښه وټکولی او بیا یی په امریکایانو تباه کړی خو تاسی بی ننګه خو تبا ه یی ټول پښتانه مو تبا ه کړل خدای مو ددی نړی له سره څخه ورک کړی په هیڅ شکل تاسی مسلمانان او خپل هیوادول نه پیژنی دا ستاسی اصلیت دی وګوری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x