روغتیا

واکسین شوی کس بیا په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د روغتون بیړني خونې د یوه نرس کیسې چې د واکسین لومړي خوراک ترسره کولو وروسته هم په کرونا اخته شوی په ډاګه کوي چې په ۲۰۲۱م کال کې به هم په صابون د لاسونو پریمنځل، ټولنیز واټن مراعاتول او ماسک اچول خورا مهم وي.

میتیو ډبلیو، د امریکا په سان ډیاګو کې یو ۴۵ کلن نرس دی چې د روغتون په بیړنۍ خونې کې دنده پرمخ وړي، د دیسمبر په ۱۸مه نېټه یې د کرونا واکسین «فایزر» لومړي خوراک ترلاسه کړي او له دوهم خوراک وړاندې یې د کرونا معاینات یو ځل بیا مثبت ختلي دي.

د واکسین له ترلاسه کولو شپږ ورځې وروسته یاد کس په عضلاتو کې دردونه او د ستړیا احساس کاوه، چې د کرونا معایناتو ترسره کولو وروسته څرګنده شوه نوموړی یو وار بیا په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوی دی.

خو د سان ډیاګو د کورنۍ روغتیا مرکزونو سره د ساري ناروغۍ متخصص ډاکټر کریسچن ریمرز وایي چې دا سناریو ناڅاپي او حیرانونکې نه ده، د نوموړي په وینا، «ناروغان د واکسین ترلاسه کولو وروسته سمدلاسه د کوویډ-۱۹ څخه بشپړ محافظت نه ترلاسه کوي».

«موږ د واکسین له کلینیکي ازموینو پوهېدو چې د واکسین محافظت وده ورکولو لپاره به له لسو تر ۱۴ ورځو وخت نیول کیږي، خو له یادې مودې وروسته د واکسین بشپړ محافظت لپاره ناروغ دوهم خوراک ته اړتیا لري».

ریمرز زیاتوي، د واکسین لومړی خوراک تاسو ته له کرونا څخه ۵۰ سلنه محافظت درکولی شي، خو له دوهم خوراک وروسته دغه واکسین شاوخوا ۹۵ سلنه اغیزناک ثابتېدلی شي.

د کریسچن ریمرز په وینا له واکسین وروسته نور احتمالونه هم شته چې ناروغ یو وار بیا په کرونا اخته شي، خو ددې ناروغۍ مخه نیول به وخت نیسي او دوامداره عامه روغتیایي کړنو ته لکه په صابون لاسونه پریمنځل، ټولنیز واټن او ماسک اچولو ته ژوره اړتیا لیدل کیږي.

خلک فکر کوي د واکسین تطبیق به د کرونا د پېل په معنا وي او د ۲۰۲۱م کال لومړی نیمایي کې به د کوویډ-۱۹ ناروغي تر ډیره له منځه ولاړه شي خو روغتیا پوهان وایي دا پروسه ډیر وخت او زیات انتظار ته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx