افغانستان

کندهار کې ۱۷ دولتي  عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په پنځو ولسوالیو کې ۱۷ تنه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس دغه تسلیم شوي دولتي عسکر او پولیس د کندهار ولایت په نیش، شاولیکوټ، ژیړۍ، ارغنداب او بولدک ولسوالیو مربوط دي، چې طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا ورته هرکلی ویل شوی او ملکي ژوند ته سوق کړل شوي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات هم د پرمختګ په حال کې دي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۵۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x