افغانستان

کمانډو عسکرو په پکتیا یو ځوان په «قساوت» سره وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پکتیا ولایت په ګرده څیړۍ ولسوالۍ کې د کمپاین په نوم دولتي عسکرو یو ولسي وګړی په خورا«قساوت» وژلی دی.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو تیره شپه د ګردې څیړۍ ولسوالۍ په کرزي کلي کې د خلکو په کورونو چاپه وهلې، د تلاشۍ په پلمه یې د کورونو دورازې ماتې کړي، مالونه لوټلي او د بخت محمد په نوم د سیمې یو تن اوسېدونکی یې په  خورا قساوت سره په «شهادت» رسولی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د شپنیو چاپو پرمهال د خلکو مالونه لوټي او ملکیان وژني، بلکې تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې دولتي عسکرو په مختلفو پلمو ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی مالونه یې لوټلي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ولسي خلکو او تعلیمي مراکزو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې د تاوتریخوالي او پوځي عملیاتو شدت ښايي مذاکراتي پروسه تر خپل سیوري لاندې راولي او کیدای شي چې ددې پروسې د ناکامۍ لامل هم وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx