خبرتیاوی او پیغامونه

د حاجي فیض احمد فیض پلار حاجي خلیفه عبدالقادر مرحوم د جنازې خبرتیا

په ډیره خواشیني سره خبر در کول کیژي چی د حاجي فیض احمد فیض صاحب پلار حاجي خلیفه عبدالقادر صاحب په حق ورسید۔ انا لله وانا الیه راجعون۔

خلیفه صاحب مرحوم په قوم دوتاڼی وو. او دشیخ المشائخ نه یې لاس نیوی کړی وو او د کسټم خلیفه صاحب نه یې د خلافت دستار تړلی وو.

مرحوم په قوم دوتاڼی، د مرحوم خلیفه هدایت الله صاحب او د مرحوم شیخ الحدیث مولوي غلام سرور صاحب د تره زوی او دحاجی فیض احمد فیض صاحب، حاجی حضرت محمد، مولوی وزیراحمد او احمد پلار وو.

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د اسماعیل کابلو د چار دیوالو د کلی دہ.

د جنازی مراسم به یی نن د ۲۰۲۱ کال د جنوري په اوله د جمعې مبارکي په ورځ د ماسپښین پر ۳ بجی د بلوچستان ایالت د لورلايې ښار دزیړ کاریز د دوتاڼو د کلي په هدیره کي اداء کیږي. او بیا به په همدې هدیره کي د مرحوم خلیفه هدایت الله صاحب او مرحوم شیخ الحدیث مولوي غلام سرور صاحب د مقبرې په جوار کي خاورو ته سپارل کیږي. روح دې ښاد وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x