افغانستان

کابل کې د اجرائیه ریاست پخوانی سلاکار وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳۹۹ل): کابل ښار کې د هدفي وژنو په دوام د پخواني حکومت اجرائیه ریاست سلاکار عابد جاهد د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرمز وايي، دا پېښه تیر ماښام د کابل ښار اوولسمې امنیتي حوزې اړوند «بوستان» سړک کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې ناپېژاندو وسله والو پر نوموړي ډزې وکړې.

فرامرز زیاتوي، په دغه برید کې عابد جاهد ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي، چې په خبره یې پولیسو په دې اړه څیړنې پیل کړي دي.

په ورته مهال د اجرائیه ریاست پخواني دویم معاون محمدمحقق په یو فیسبوکي پیغام کې د خپل سلاکار عابد جاهد وژل کېدل تایید کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx