شعـــــرونه

په بل ظلم پـر خپل نفس ظلم کول دي/ ضعيف

عبدالسلام ضعيف

په بل ظلم پـر خپل نفس ظلم کول دي
د بل قتل هم پخپله ځان وژل دي

بل ته سپک کتل توهين د نورو خلکو
حقيقت کې د خپل ځان توهينول دي

د ظالم ظلم ظلمت دی په دارينو
په تيارو کې د لار ورکــو ورکيدل دي

که په ظلم کې څوک مرسته د چا وکړي
ګوا کې ظلم پـه خــپل ځان تحميلول دي

ښه او بد د انسانانو امتحان دی
کنه هر څه د تقدير سره تړل دی

رب غافله نه عاجز د انتقام دی
په مهلت کې د سرکښو اوسېدل دي

که لعنت وايه په بل تا ته درګرځي
سپکو سپورو کې عذاب ځانته ګټل دي

مؤمن زړه په طبعي توګه فاحش نسي
فاحش زړونه د نفاق په لوري تلل دي

هر منکر چې څوک کوي هغه ظالم وي
ځکه مــړ وجــود پــه اور کې سـوځول دي

ضعيف غواړم بېزاري له ظالمانو
که پردي دي که دوستان او که مي خپل دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx