ټولنیزه برخه

د فرعوني او معاصر سیاست پرتله

حامد افغ

لاندې کرښې په غور او دقت ولولئ، دلته د موسی علیه السلام پر ضد د فرعون د سیات لنډه خاکه راخلو، معاصر سیاست زموږ پر وړاندې دی، تاسو ښه خیر شئ چې موجوده لویدیځوال سیاست او ختیځ کې د هغه کاپي کوونکي سیاستوال د فرعون سیاستونه څومره ګام په ګام تعقیبوي! راځئ له قرانکریم نه د فرعون د سیاست په اړه څو خبرې سره لولو.

فرعون او د هغه پلویانو موسی علیه السلام په دې تورنوه چې هغه په دین تجارت کوي، کټمټ لکه نن چې د غربي استشراقي مکتب سرخیلان او پیروان (سیکولران) علماء او اسلامپال مسلمانان تورنوي چې دوی پر دین تجارت کوي. فرعون خپل ولس ته وايي: زه ویریږم هغه (موسی) به ستاسو دین بدل کړي. {إني أخاف أن يبدل دينكم} او بله دا چې هغه مفسد دی، مصر کې به فساد خپور کړي. {أو أن يظهر في الأرض الفساد}.

داراز فرعون په موسی علیه مختلف تورونه ولګول، هغه داسې چې د موسی علیه السلام دا کار یې پردیو ته د هغه چوپړ وباله او دا چې دا کار د پردیو او باندنیو قوتونو په اشاره کوي. هغه وايي : په ښار کې مو دا فریبونه پیل کړي دي، څو د هیواد خلک له خپل هیواده وباسئ. {إن هذا لمكر مكرتموه في المدينة لتخرجوا منها أهلها}

دا کیسې به د مکې مشرکینو هم کولې، هغوی هم په رسول الله مختلف تورونه لګول، ویل به یې چې محمد صلی الله علیه وسلم دا خبرې له ځانه جوړې کړې دي او په دې برخه کې د نورو قومونو خلکو مرسته ورسره کړې ده. {إن هذا إﻻ إفك افتراه وأعانه عليه قوم آخرون}.

د موجوده طاغوتي سیاستونو په څېر فرعون د موسی علیه السلام د وژلو اعلانونه وکړل، د هغه پر خلاف یې پروپیګنډه پیل کړه چې هغه باغي او ساحر دی، هغه خپلو خلکو ته وویل: ما پریږدئ چې هغه ووژنم، {ذروني اقتل موسى}، په هغه یې تهمتونه ولګول چې هغه ښکاره ساحر دی. {إن هذا لساحر مبين}

فرعون د موسی علیه السلام پر خلاف مختلفې حربې وکارولې، هغه په دې لړ کې د خلکو د ګمراه کولو او د هغوی پر عقلونو د ملنډو وهلو لپاره هغوی ته وویل چې ستاسو لپاره زما رایه او نظر کفایت کوي، تاسو د رايې او نظر حق نه لرئ. {ما أريكم إلا ما أرى} او له دې نظري جبر او استبداد سره یې دا دعوه هم وکوه چې زما نظر او رایه خامخا سمه او کره ده. (وَمَآ أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ)

په دې برخه کې فرعون په کرایه هم خلک ونیول، لکه نن چې عربي کې مرتزقه ورته وایي، هغوی په ډاګه مزدوري او کرایه وغوښتله: {قالوا إن لنا لأجرا إن كنا نحن الغالبين}، فرعون دستي موافقه وښودله او د هغه خواته د نږدې چوکۍو ژمنه یې ورکړه {نعم وإنكم لمن المقربين}. د غرب معاصر فرعون هم پرېمانه مرتزقین او کرایه کښان نیولي دي، له قلمه نیولې ترتورې، جاسوسۍ وغیره برخو کې په خلاص مټ چوپړونه ورته وهي او لویو جادوګرو کرایه کښو ته په واشنګټن، لندن پیرس وغیره کې ځایونه ورکول کیږي.{نعم وإنكم لمن المقربين}.

لکه نن چې غرب او غربپال د مسلمانانو وینې ارزانه ګڼي او په خرپ یې تویه وي؛ همدا د فرعون لاره وه، هغه هم د وخت د مسلمانانو وینې بې دریغه تویه ولې، هغه موسي علیه السلام او د هغه قوم ته وایي: خامخا به موږ د دوی زامن قتل کړو او ښځې به یې ژوندۍ پرېږدو او موږ پر دوی قهرژن او غالب یو.{سنقتل أبناءهم ونستحيي نساءهم وإنا فوقهم قاهرون}

هغه مهال هم ډېری خلک تشذهنه او د خپلو مفاداتو او ګټو زامن وو، چې خیر به ورته ورسید او ښه حالت به یې شو؛ هغه به خپله وړتیا او خپل کمال باله او که بدي او ناوړه حالت سره به مخامخ شول هغه به یې د موسی علیه السلام او د هغه د ملګرو بدفالي ګڼله. {فإذا جاءتهم الحسنة قالوا لنا هذه وإن تصبهم ‎سيئة يطيروا بموسى ومن معه}

د ظلم، استثمار او ولس زبېښنې، استحمار او ولس خرګرځونې؛ پخوانۍ او ننۍ شېوې او لارې ډېرې سره ورته دي، د فرعوني وحشي سیاست تسلسل روان دی، همدا نن یې غربیان او د هغو پر لاره روان ختیځوال سیاستوال ګام په ګام تعقیبوي او تمثیلوي، د وحشت او ظلم پلویان ترننه د فرعون لاره څاري، هماغسې له شیطنت او منافقته ډکه لاره، هماغسې له جبر، زور او وحشته ډکه لاره، هماغسې خونړۍ، ظالمانه او انسانیت ضد لاره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx