دیني، سیرت او تاریخ

قرآن کریم څنګه ولولو؟

لیکوال: علامه محمد قطب رحمه الله
دری ژباړن: شاهرخ مولايي
پښتو ژباړه دادمحمد ناوک

سریزه:
انسان له ډېر پخوا د روح د ارامۍ په لټه کې دی او د خپل فطرت په امر يې پرلپسې هڅه کړې ده چې د نېکبختۍ لارې پیدا کړي، چې په همدې توګه وکولی شي یوه دروني کراري پيدا کړي، خو کله يې نېکمرغي د مال او شتمني په موندلو یا هم په ناز او نعمتونو کې لټولې، مګر د وخت په تېرېدو ورته معلومه شوې چې په دې شیانو کې نېکمرغي نشته.

کله د پوهانو او عارفانو په خبرو پسې تللی چې که نېمکرغي پکې پیدا کړي خو له څه ځنډ وروسته بیا ناهیلی شوی، کله يې د فلسفې او حکمت لمن نیولې، چې که يې په نېکمرغي ونازوي خو فلسفې لا چورتي کړی او په حیرانۍ کې يې ډوب کړی دی، که دا هره لار ولټوي خو اوسنی حقیقت او واقعیت دا په ډاګه کوي چې نېمکرغي په دې یوه کې هم نه را خلاصه کېږي، که هر څوک د دې راز په لټه کې وي باید د حکیم او علیم ذات جل جلاله په کلام کې يې پيدا کړي؛ ځکه چې همدا کلام د انسان او خالق تر منځ تړاو، یا په بل عبارت د ځمکې او اسمان تر منځ تړاو دی او د قرآن کریم اصلي هدف د نېکمرغۍ او سلامتۍ لارښوونه او د انسان پر مخ د هېلو د دروازو پرانیستل دي.

هغوی څومره نېمکرغه و، چې له قرآن سره يې تلپاتې اړیکه وه او هیڅ شی يې یو ډول ورسره نه ګاڼه، که مادي شتمني د انسان ځينې اړتیاوې پوره کوي، مګر د هغوی د له لاسه وتلو اندېښنه تل موجوده وي په داسې حال کې چې بې له شکه قرآني شتمني بې پایانه ده او د تاوان څرک پکې نه لګېږي: «لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ ۖ » (فصلت،۴۲) «هیڅ ډول بطلان له هیڅ اړخه قرآن شریف ته نه شي را تلی.» مګر دا چې انسان پخپله ترې صرف نظر وکړي، توبا! له داسې بې تفاوتۍ!

که د عارفانو او حکیمانو خبرې روحي ډاډ ورکوي او د څه وخت لپاره انسان خوشالوي، د الله جل جلاله ذکر  داسې رامي سړي ته ورکوي چې د هیڅ حاکم او عارف خبرې يې نه شي ورکولی، ځکه چې د عرفان او حکمت اصلي جرړې په همدې اسماني کتاب کې دي او هر ډول حکمت او عرفان باید همدلته ولټول شي؛ ځکه دا حکمت او عرفان له هر ډول نیمګړتیا، غلطۍ او خطا پاک دی او حکیم ذات جل جلاله يې د ساتنې ذمه اخیستې!

که فلسفه او حکمت انسان د افاق او انفس ژورو ته بیايي، خو ښکاره ده چې لارې يې له نمګړتیاوو او عیبونو خالي نه دي، مګر د الله جل جلاله کلام له هر ډول نقص او عیب نه پاک دی، سړی داسې تر افاق او انفس رسوي چې د ښوییدو او سقوط هیڅ ډار نه احساسوي، ځکه چې له داسې سرچینې سره يې اړیکه ټینګه شوې چې له لوېدو يې ساتي.

نن سبا مسلمانان تر هر بل وخت له قرآنه لرې شوي او د هغه د برکاتو د اخیستو لارې يې پرېيښې او هېرې کړې يې دي او څومره سخت ورته اړ دي چې بېرته د عزت او برکت دې چینې ته را وګرځول شي، په دې لاره کې هر ډول خدمت د قدر وړ دی او د الله جل جلاله په وړاندې به يې ثواب وي.

علامه استاد محمد قطب رحمه الله د «قرآني درسونه» په کتاب کې په دې برخه کې تلپاتې هڅه کړې چې ان شا‌ءالله د الله جل جلاله په وړاندې به يې اجر وي، ښاغلي شاهرخ مولايي يې وروستۍ برخه د ځوان مسلمان نسل لپاره په روانه فارسي ترجمه کړې، هیله لرم چې الله جل جلاله به يې هغه او نورو مسلمانانونو ځوانونو ته په دنیا او اخرت کې د برکت وسیله کړي او یو تلپاتې اثر به يې کړي او د الله جل جلاله د کتاب د هغه حق وسیله به شي چې پر مسلمانانو لازم دی.

یا الله جل جلاله! قبول يې کړه او زموږ د نېکمرغۍ وسیله يې کړه او موږ د خپل کلام په رڼا کې د نن او سبا له خپګانه په سکون او پناه کې ولره او ستا له کلام سره د پرلپسې اړیکو لارې را وښیه او کلک مو پرې وساته، یا الله د قرآن په سیوري کې پر موږ نېکمرغي ولوروه! انک سمیع مجیب!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx