ټولنیزه برخه

ژوند او رنګ

حبیب الله پتوال

د ارواپوهنې له نظره رنګونه د انسان په موډ ، حواسو ، اواحساساتو مختلف، منفي او مثبتې اغیزې لري. چې هررنګ دبیلابیلو خواصو درلودونکی دی.

او په نه کنترولیدونکی ډول د انسان په جسم او مغزو تاثیر لري.

مختلف رنګونه په چاپیریال کی دانسانانو په حالت کی بدلون راولي. په ټولیز ډول رنګونه د خوښیدنې له مخې په مشخصو فیصدیانو ښودل شوي دي. په ارواپوهنه کې رنګونه نظر عمر (سن) کوچنیوالي ، ځوانۍ ، پوخ عمر او زوړوالي او همدارنګه نظر جنس ښځې او سړي ته ترتیب شوي دي د خوښې رنګ د رنګ د ځانګړنو په نظر کې نیولو سره تر بحث لاندې نیسو:

ـ رنګونه په انسان څه ډول اغیزې لري؟

ـ رنګونه د انسانانو په خوی اوعاداتو څه تاثیرات پریږدي؟

ـ رنګونه د محبوبیت له نظره د ښځو اوسړیو ترمنځ کوم دي؟

ـ د رنګونو محبوبیت د عمر په نظر کې نیولو سره څه توپیر لري؟

سپین رنګ:
سپن رنګ د صداقت، پاکۍ او ټولنیزو اړیکو ښودنه کوي ددې رنګ خوښونکي آرامه او ښه اوریدونکي خلک دي، په هر کار کې د نورو د نظر او مشورې اوریدل خوښوي ، ملګرتیا ته ارزښت ورکوي او د خپل وخت زیاته برخه له دوستانو سره تیروي.

تور رنګ:
تور رنګ د ځینې کسانو له نظره د نا امیدۍ رنګ دی، خو په حقیقت کې تور رنګ دښې سلیقې اونظم رنګ دی، د دې رنګ خوښونکي خپل شاوخوا خلکو ته ډیر احترام لري. او هیڅ کله ځان د نورو په اوږو بوج نه احساسوي، دنورو خلکو نظر په اسانۍ مني، د ښې سلیقې خاوندان وي او د وروستي موډ شیانو په لټه کې وي.

سور رنګ:
سور رنګ دګرمو رنګونو له جملې څخه دی، تحریک کونکی او تشویق کونکی رنګ دی، چی د احساساتو،توانایي او مینې ښودونکی بلل کیږی، هغه خلک چې له سور رنګ سره مینه لري، هیڅ کله نه شي کولای چې په خپل ژوند کې بې پروا واوسي. دا ډول خلک چالاک او ذهین وي، په ورته وخت کې فعاله او توریالی وي او په هر کار کې بیړه خوښوي. ناڅاپي او په بیړه کې د نورو په اړه قضاوت کوي چې زیاتره وخت د دوستۍ له منځه تلو سبب کیږي.

آسماني (آبی) رنګ:
آسماني رنګ د سولې او آرامۍ رنګ دی. او په بدن کې د آرام ورکوونکو موادو د تولید سبب ګرځي. هغه کسان چې آسماني رنګ خوښوي د هغوی ظاهري آرامتیا نور خلک مجبوروي چی هغوی ته احترام وکړي. د دې رنګ خوښوونکو طبیعیت دوی د یواځیتوب په لور هڅوي، آسمانی رنګ خوښونکي خلک خپل کارونه په منظم ډول سرته رسوي.

زیړ رنګ:
زیړ رنګ خوښونکي خلک خوشحاله اوفعاله وي، زیړ رنګ تمرکز زیاتوي او هغه خلک چې دا رنګ خوښوي د هر وخت لپاره ویلو ته یوڅه لري او خوښوي چې خپلو دوستانو سره خبرې وکړي. ډیرشوخ او ټولنیز وي. خلک غواړي چې ملګرتیا ورسره ولري، خو د زیړ رنګ لرونکې کوټه د غوسې او د ماشومانو د ژړا سبب کیږي.

شین رنګ:
شین رنګ د تازه ګۍ او آرامۍ ښودونکی رنګ دی، چې د طبیعت ښودنه کوي. شین رنګ د سترګو لپاره تر ټولو نرم رنګ دی چې د سترګو د دید په زیاتیدلو کې مرسته کوي، شین رنګ خوښي راوړونکی او آرامتیا بښونکی رنګ بلل کیږي. له همدې امله د روغتونونو په رنګولو کې د ناروغانو د ارامتیا او ذهني سکون لپاره له شین رنګ څخه ګټه اخیستل کیږي.

نارنجي رنګ:
نارنجي رنګ د خوشحالۍ سبب کیږي، هغه خلک چې دا رنګ خوښوي په خپل ځان باورنه لري. خو ټولنیز او ښه خلک دي، خلکو سره ښې اړیکې لري، له دې ډول کسانو سره اړیکه ټینګول سخت وي خو د ملګرتیا لرلو په صورت کې رښتیني او وفادار وي.

بنفش رنګ:
بنفش رنګ د معنویاتو ښودونکی او د کامیابۍ رنګ دی.

ددې رنګ خوښونکي خلک د کلکې ارادې لرونکي خلک دي، مینه ناک او زړه سواند دي، لومړی د ځان او بیا د نورو ډیر پام ساتي، سره له دې د نورو خلکو سره د کارونو په سر ته رسولو کې مرسته کوي او خوند ترې اخلي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx